هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک ساینس او ټیکنالوژي

د انسان او خاورې اړيکې

ټول کاينات لوی او عظيم شان ذات پيدا کړي او انسان يې په ډېر ښکلي شکل پيداکړی دی، د انسان په دې کوچني وجود او بدن کې چې څومره معجزې، نوې، ظريفې او دقيقي فابريکې او ماشينونه کار او فعاليت کوي، د ډېر تعجب او حيرانتيا وړدي.

د انسان د اصليت او حقيقت په هکله الله تعالی په قرآن کريم کې فرمايي:

ژباړه:
”بيشکه موږانسان د خاورې له جوهر او خلاصې څخه پيداکړ. “ (الصافات:۱۱)

همدارنګه په بل ځای کې فرمايي:

ژباړه:

”الله تعالی هغه ذات دی چې تاسې يې د خاوري څخه پيدا کړي ياستئ. “ (النعام:۲)

د قرآن کريم علمي اعجاز وګورئ چې نن طبي تحقیقاتو کې د خاورو په هکله ورته خبرې شته دي.

د اوبوپه وسيله په خاروه کې نم پيداکېږي او د دې رطوبت او نم څخه دانې، حبوبات، غله جات او ميوه جات راشنه کېږي چې تر نمواو ودې وروسته ورڅخه خوراکې شيان جوړېږي.

انسان دا خوراکي شيان خوري چې ترهضم او جذب وروسته وينې ته داخلېږي، د بدن ټولوحجرات ته ځان رسوي او د همدې موادو څخه د بدن جنسي حجرات او بدنې حجرات استفاده کوي او خپلې نمو او ودې ته دوام ورکوي .

جنسي حجرات(سپرم او تخمه) کوم چې د انسان د بدن حجرات دي، د راتلونکي نسل د توليدلپاره اصلي رول لري او همدا حجرات راتلوونکی نسل مینځ ته راوړي. موږ ويلای شوچې د جنسي حجراتوغذا له خاورې څخه تهيه او برابرېږي.

کله چې سپرم او تخمه سره يوځای شي نو د تغذيي لپاره د بدن د غذايي موادو څخه استفاده کوي، کوم چې له خاورې څخه يې په لاس راوړو.

د انسان بدن چې د کوموموادو څخه جوړ شوی، هغه مواد په خاورې کې هم موجود دي، نو د دې خبرې مطلب دا شو چې د انسان او خاورې منشا او اصليت يوشان دی.

د انسان په وجود کې کاربن، نايتروجن، هايدروجن او ځينې نورعناصر په خاورې کې هم وجود لري.

د قران کريم طبي اعجاز څخه

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */