اندونیزیا: یو نظامي اوبتل مو له ۵۳ کسانو سره نادرکه دی

د اندونیزیا هېواد یو نظامي اوبتل له ۵۳ کسه سپرلۍ سره نادرکه شوی دی.

د اندونیزیا حکومت رسنیو ته ویلي چې دغه اوبتل له چهارشنبې ورځې راهیسې په سمندرونو کې مانورونه ترسره کول خو له ساعتونو راهیسې له رادار ورک شوی دی.

د چارواکو په وینا چې دغه اوبتل ۵۳ کسه سپرلي او ګڼ نظامي تجهیزات له ځان سره لېږدول.

اندونیزیا د اوبتل د پیدا کولو لپاره له ګاونډیو هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د اندونیزیا سمندري ځواک ویلي چې پېښه په جاوه سمندرګي کې شوې ده، دوی پلټنې پیل کړې دي، خو په دې سیمه کې د اوبو ډېر ژوروالي دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.

وروستي مطالب