مارچ 5, 2021

دا ځلې انار ګل مشاعره په انلاین ډول ترسره شوه!

په کندهار کې د انارګل دودیزه او کلنۍ مشاعره د نورو کلنو په توپير دا ځلې په انلاین ډول ترسره شوه، چي پکښې د ۱۳ ولایتونو شاعرانو په انلاین ډول شعرونه وویل.
د مشاعرې د پيل په مراسمو کې د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رییس حکمت الله افغان وویل، چي د وزارت په سپارښتنه دا ځلي د کورونا ناروغۍ په خاطر د انار ګل مشاعره په ځانګړو مراسمو سره نشوه ترسره.
حکمت الله افغان له شاعرانو په ځانګړې توګه د نورو ولايتونو له شاعرانو او اديبانو څخه مننه وکړه، چې د کورونا سره د مبارزې تر څنګ یې د انار ګل مشاعره رنګينه کړه او په شعرونو ويلو سره یې خوند ور وبخښی.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب بیا وویل، چې انارګل دودیزه مشاعره د تاریخې کندهار علمې او فرهنګې یاد تازه کوي.

منیب زیاته کړه، دا یو نوی ګام دی، چې د کورونا ویروس له امله سږنۍ مشاعره په انلاین ډول ترسره کیږي.
د مرستیال والي په خبره انارګل دودیزه مشاعره څرګندوي، چي کندهار د علم، فرهنګ، تمدن او ادب مرکز دی او تر لسیزو جګړو او ناخوالو وروسته لا هم ادیبانو دا فرهنګ خوندي ساتلی دی.
وروسته له هغه د بېلابېلو ولایتونو شاعرانو په انلاین ډول یو په بل پسي شعرونه وویل او د ګډونوالو تود هر کلي سره مخ شول.

دا لومړی ځل وو، چې انار ګل مشاعره په انلاین ډول ترسره شوه. تر دې مخکې دا مشاعره هر کال په خورا جم او جوش سره نمانځل کېده، چي د هیواد د بېلابېلو ولایتونو ترڅنګ د ډيورنډ فرضي کرښي له ها غاړي هم شاعران او ادیبان راتلل.
خو دا ځل د نورو کلونو په توپير د کورونا ویروس له امله په جم او جوش ونه لمانځل شوه. ننۍ مشاعره کې یو شمېر محدود شاعران، ادیبان او لیکوالان د کندهار په اطلاعاتو کلتور ریاست کې راټول شوي وه او د نورو ولایتونو د شاعرانو سره یې یو ځای په انلاین ډول شعرونه وویل.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي