امنیتي ځواکونو بهسودو ولسوالۍ کې د علیپور له کسانو شاتګ کړی

د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا ځینې غړي وایي د عليپور غیر مسوولو وسله والو تېره شپه د ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی چې له امله یې امنیتي ځواکونو شاتګ کړی و.
د ولایتي شورا غړي وایي دمګړی ولسوالي د عليپور وسله والو ته پرېښودل شوې ده.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا یو پلاوی د مرکزي بهسودو ولسوالۍ ته تللی او هڅه کوي ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
عليپور تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له پخواني امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد سره هم کتلي وو.
امنیت شورا وایي چې پلاوي یې د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
بلخوا په رسنیو کې ځینې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د عليپور وسله والو په ولسوالۍ کې ځینو ودانیو او تجهیزاتو ته اور ورته کړی دی.
د میدان وردګ ولایت مدني فعال عبدالقیوم راستمن یاران ویبپاڼې ته په خبرو کې وویل چې د ولسوالۍ ودانۍ په بشپړ ډول د علیپور کسانو سوځولې ده.
راستمن زیاتوي چې نامعلومو سرچینو په دغه نښتو کې د دوه سرتیرو د وژل کیدو خبر ورکړی خو مسولینو تر اوسه د سرتیرو د وژل کېدو په اړه څه ویلي نه دي.
هڅه مو وکړه چې د میدان وردګ ولایت د والي له ویاند محب الله شریفزي سره اړیکه ونیسو خو له پرلپسې هڅو وروسته هغه زموږ اړیکې ته ځواب رانکړو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب