امریکا: د افغانستان په اړه اندېښنې لرو، خو لا مو ځواب ترلاسه کړی نه دی

د امریکا د کانګریس غړي وايي د بایډن ادارې د افغانستان په اړه ددوی اندېښنو ته هېڅ ځواب نه دی ویلی.

د امریکا د کانګریس غړی جېم لانجېون وایي دوی بايډن ته د افغانستان په اړه یو لیک واستاوه، خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې خو تر دې دمه یې نه دی ځواب کړی.

هغه د افغانستان په اړه د بايډن پرېکړه ناسمه بولي او په خبره یې دا اقدام به جګړه ختمه نه کړي.

د هغه په خبره همدا چې بهرنیان له افغانستان وځي نو طالبان د واک ترلاسه کولو لپاره جګړې کوي.

هغه وایي امریکايي حکومت د سرتېرو وتلو عواقب هېڅ نه دي ارزولي او د مسایلو په اړه بې پروايي کوي.

جېم وایي طالبان لا هم له پاکستان سره پېچلې اړیکې لري او له القاعده شبکې سره یې ملګرتیا پر خپل ځای ده.

جېم وايي یوه څېړنه ښيي چې د سرتېرو تر ایستلو وروسته ښایي له ۱۸ تر ۳۶ میاشتو کې القاعده شبکه بېرته پر خپلو پښو ودرېږي او ښايي ټولې سیمې ته خطرونه او ګواښونه جوړ کړي.

په ورته وخت کې والسټرېټ ژورنال ویلي چې امریکا په منځني ختیځ کې د عربو په سمندر کې د الوتکو لېږدوونکې بېړیو ته د تیارسی امر کړی دی او تر څنګ یې په سیمه کې ګڼې نظامي بېړۍ هم فعالې دي او ټول بهیر په دقیقه توګه څاري.

والسټرېټ ژورنال وایي ګڼ سرتېري، رادارونه، الوتکې او نظامي بېړۍ د هر ډول احتمالي خطر او ګواښ د ځواب لپاره تیاری لري او ټول اړین توکي فعال شوي دي.

والستریټ ژورنال زیاته کړې، چې په سیمه کې د امریکا سترې نظامي اډې هم د تیارسی په حال کې دي او په هغه کې بي ۵۲ الوتکې د هر ډول احتمالي خطر چټک ځواب ته تیارې دي.

والسټرېټ ژورنال وایي چې د امریکا استخباراتي فعالیتونه هم په سیمه کې پياوړې دي او له ټولو مواردو دقیقه څارنه کوي.

سرچینه همدا راز زیاتوي، چې دغه اقداماتو ته په کتو ښایي چې تر ټاکلې نېټې مخکې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ شي.

وروستي مطالب