امریکا کې کمپیوټري غلو د کرونا له مرستو ۶۰ میلیونه ډالر غلا کړي

اندونیزیایي چارواکو هغه دوه کمپیوټري غله نیولي چې د امریکا د کرونا ویروس لپاره د مرستو د پروګرام څخه یې لږ تر لږه ۶۰ میلیونه ډالر غلا کړي وو.

دا پیسې د کرونا ویروس د مرستو د پروګرام هغه برخه وه چې د کرونا وبا له امله بې روزګاره شویو امریکایانو ته ځانګړې شوې وې.

دغو غلو په امریکا کې دننه شاوخوا ۲۰ میلیونه کسانو ته د ټلفونونو له لارې پیغامونه لېږلي وو او د هغوی نه یې غوښتي وو چې د حکومت ویبسایټونو ته ورشي او د ۲۰۰۰ امریکایي ډالرو د مرستو د تر لاسه کولو لپاره خپل شخصي معلومات ولیکي.

خلکو همدا کار کړی دی او جعلي ویبسایټونو کې یې خپل ټول معلومات لیکلي دي.

غلو د هغوی د معلوماتو له لارې هغوی ته مرسته شوې پیسې خپل ځان ته وهلې دي.