سیاست نړۍ

امریکا کې د ټرمپ پلویانو پر کانګرس برید کړی

لیکنه: عاقله اسد

امریکا کې د ټاکنیزو ناندریو په دوام تېره ورځ د ډونالډ ټرمپ پلویانو لاریون وکړ او د کانګرس ودانۍ ته ننوتل.

د ولسمشر ټرمپ پلویانو تېره ورځ د کانګرس پر ودانۍ هغه مهال برید وکړ چې هلته د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن بریا اعلانېدله.

دغه راز وروستي راپورونه وایي، د سنا مجلس غړو خپله غونډه بېرته  پیل کړې ده.

دې تاوتریخوالي څو ساعته وړاندې ډونالډ ټرمپ خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل، ولسمشریزې ټاکنې یې ګټلې دي او پایلې نه مني.

د ټرمپ پلویانو واشنګټن کې د څو ساعتونو لاریون وروسته پر کانګرس برید وکړ او دغې ودانۍ ته ننوتل پولیسو پر دوی اوښلن ګاز وشیندل خو پر هغه سربېره دوی ودانۍ ته ننوتل او هلته ډزې شروع شوې، ویل کېږي په دې ډزو کې یوه ښځه وژل شوې او ډېری پولیس هم ټپیان دي.

د ټرمپ د پلویانو دغه کار د نړۍ د ډېریو هېوادونو ولسمشرانو سخت غندلی او وایي دا پر ولسواکۍ برید دی او د شرم کار یې یاد کړی دی.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي، نننی برید د هېواد لپاره د شرم شېبه ده چې تاریخ کې به ثبت شي.

هغه زیاته کړې« داسې برید چې سپینه ماڼۍ کې د یوه داسې واکمن ولسمشر په پارولو پیل شو چې د قانوني ټاکنو د پایلو په هکله درواغ ویلو ته دوام ورکوي»

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي د امریکا خلکو “دې برید سره ولسواکۍ سخت ټکان وخوړ. “

دغه راز د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن هم په یوه ویډیویي پیغام کې دغه پېښه وغندله او زیاته یې کړه، دا د بلواګرو یوه کوچنۍ ډله ده او پر ډونالډ ټرمپ یې غږ وکړ چې ژر دې پر ملي ټلویزیون را څرګند شي او خپلو پلویانو ته دې ووایي چې کورنو ته لاړ شي او له تاوتریخوالي لاس په سر شي.

د بایډن له دې وینا وروسته ټرمپ همداسې وکړل او په یو لنډ ویډیویي پیغام کې یې وویل: « زه ستاسو په درد پوهېږم، خبر یم چې دردېدلي یاست خو باید کورنو ته لاړ شئ نه غواړو څوک خوږ شي.

ویل کېږي وروسته تر دغه اعتراضونو ټویټر د ولسمشر ټرمپ اکونټ هم ور بند کړی دی.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د لاریون کوونکو د مشرانو د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په ټوېټ پيغامونو کې ویلي دي چې د خلکو له مدني حقونو ملاتړ کوي خو هغه اقدام چې یوه ملت او یوه هېواد ته سپکاوی وي او ملي ګټې تر پښو لاندې کړي باید وځپل شي.

هغه له حکومتي ادارو غوښتي څو د لاریون هغه تنظیموونکي محاکمه کړي چې لاریون کوونکي یې د ملت کور ته ننوتو ته هڅولي وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عاقله اسد

تبصره مو ولیکئ