امریکا: ښايي ځینې هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه وتړي

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي په هغه صورت کې چې د کابل د هوایي ډګر امنیت تامین نه شي نو هېوادونه اړ دي چې خپل سفارتونه په کابل کې وتړي.

سرچینې ویلي بهرني سفارتونه په کابل کې د امنیت تامین غواړي او د کابل هوایي ډګر امنیت د ديپلوماتانو د تګ راتګ لپاره خورا مهم دی.

تر دې وړاندې ناټو ویلي وو چې د کابل هوایي ډګر د امنیت لپاره به لاس په کار کېږي چې په همدې لړ کې ترکیې ددغه کار لپاره تیاری وښود.

خو وسله والو طالبانو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ترکیې په ګډون د هېڅ هېواد نظامي حضور نه مني.

د یادونې ده چې تېره ورځ د امنیت او استخباراتو په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) مرستیال رونالډ مولټاري ویلي چې ممکن امریکایي پوځیان بېرته افغانستان ته وګرځي.

نوموړي د امریکا د استازو جرګې په یوه استماعیه غونډه کې ویلي چې د نوموړي دفتر افغانستان ته د پوځیانو پر احتمالي بېرته تګ کار کوي.

په ورته وخت کې د امریکا د استازو جرګې یو تن غړي او پخواني پوځي مایک والټس هم ټینګار کړی دی چې افغانستان ته د پوځیانو د بېرته ستنېدو ډېر قوي احتمال وجود لري، ځکه د نوموړي په وینا، طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري او وېره ده چې دغه ډله به یو ځل بیا پر امریکا برید وکړي.

دا خبر وروسته تر هغه ورکول کېږي چې ولسمشر بایډن په وار وار د افغان جګړې د پای ته رسولو ژمنه کړې ده او پنټاګون هم له افغانستان څخه د خپلو ټولو پوځیانو پر ایستلو بوخت دی.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ