امریکا: په کابل کې د نجونو پر ښوونځي برید بشر ضد جنایت دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د نجونو پر ښوونځي او ملکي وګړو برید بشر ضد جنایت دی او امریکا یې په کلکو ټکو غندي.

سرچینه وایي چې د دې بوږنوونکې پېښې له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب د افغانستان له خلکو سره شریکوي.

امریکا په دې اعلامیه کې یو ځل بیا ددې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی کم کړل شي او د سولې او دایمي اوربند لپاره دې لار هواره شي.

دغه هېواد همدا راز ټینګار کړی چې دوی په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او ددغه هېواد ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

تېره ورځ په کابل کې له یوه ښوونځي سره څېرمه د موټربم او ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنې ۵۰ زده کوونکي ووژل او تر سلو ډېر یې ټپیان کړل.

ددغه پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه اعلامیه په ډاګه کوي چې نړیواله ټولنه د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره سوله وکړي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه اعلامیې پر بنسټ طالبان باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سره سم خپلو ورانکارو فعالیتونو ته د پای ټکی کېږدي او سوله وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې له افغان سولې نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې ده او افغان حکومت له ټولو هغو هېوادونو مننه کوي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د راتګ په موخه هڅې کوي.

هیره دې نه چې دغه برید ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په کلکو ټکو غندلی دی.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ددې برید پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده او ولسمشر ویلي چې طالبان په دې ډول کړنو د سولې هڅې سبوتاژ کوي.

نوموړي همدا راز دا برید بشر ضد جنایت یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې طالبانو د قرآن عظیم الشان د نزول په شپه هم عام افغانان د وير پر ټغر کېنول.

هغه امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې ددې پېښې غچ له طالبانو واخلي.

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې ده او هغه یې انسان ضد او بشر ضد جنایت یاد کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما هم په یوه پیغام کې د نجونو پر ښوونځي موټربم برید په کلکو ټکو غندلی دی او په دې اړه یې خپلې خواخوږۍ مراتب د قربانیانو له کورنیو سره شریک کړي دي.