امریکا په هلمند کې پر طالبانو هوایي برید کړی

امریکایي الوتکو یو ځل بیا د هلمند په لښکرګاه کې پر طالبانو هوایي برید کړی دی.

ملي دفاع وزارت د یادو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دې برید کې اووه طالب وسله وال وژل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي، چې د دې برید په نتیجه کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

په همدې حال کې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند ډګرمن عبدالقدیر بهادرزي ویلي چې طالبانو تېره ورځ ناوخته پر لښکرګاه ښار او عمومي زندان برید وکړ چې یاد برید د امنیتي ځواکونو له توند غبرګون سره مخ شوی او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړې چې پر طالبانو هوایي بریدونه هم شوي چې په پایله کې یې تر ۳۸ پورې وسله وال وژل شوي دي خو نوموړي دا نه دي ویلي چې یاد بریدونه افغان هوایي ځواک او که امریکایانو کړي دي.

دا په تېرو دوو اونیو کې څلورم ځل دی چې بهرني ځواکونه د کندهار او هلمند په بېلا بېلو سیمو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کوي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې امریکايي ځواکونو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هوایي بریدونه وکړل.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د تادین خان له کورونو سره د طالبانو پر یوه مرکز شوي وه.

امریکا دا بریدونه داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د طالبانو تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله