امریکا پر طالبانو د تاوتریخوالي درولو غږ کړی

په کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر طالبانو غږ کړی دی چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او هر څه ژر د سولې خبرو ته راوګرځي.

خبرپاڼه لیکي، په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی چې په پایله کې یې د جګړې د دواړو غاړو ترڅنګ ولسي وګړي هم زیانمن شوي دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې امریکا یو ځل بیا پر طالبانو د جګړې او تاوتریخوالي د درولو غږ کوي او له دغې ډلې غواړي چې بشري حقونو ته په درناوي دې د سولې بین الافغاني خبرې بېرته پیل کړي. امریکا دغه راز ټینګار کړی دی چې دوی به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي او په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به دغو ځواکونو سره ۳.۳ میلیارده ډالر مرسته هم وکړي.

په ورته وخت کې د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړه کچه څرګندوي چې د دغې ډلې د سولې ادعا له دروغو پرته بل هیڅ هم نه دي او دغه ډله د افغان کشالې پر سیاسي حل باور نه لري.

نوموړي پر خپل ټویټر د افغانستان جګړه کې د بهرنیو کړیو ځانګړې توګه د پاکستان مداخلې ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار پراخ ملي مقاومت، د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون، د ملي یووالي پیاوړتیا او له افغان ځواکونو څخه د خلکو کلک ملاتړ دی.

طالبانو تر اوسه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.