اپریل 19, 2021

امریکا: پاکستان نه شي کولی له ترکیې جنګي چورلکې وپېري

امریکا پاکستان ته د هغو دېرشو جنګي چورلکو د پېرلو اجازه نه ده ورکړې چې په ترکیه کې جوړې شوې دي.

بلومبرګ ورځپاڼې د ترکیې د ولسمشر د ویاند ابراهیم کلین له قوله ویلي چې امریکا پر پاکستان فشارونه ډېر کړي څو له ترکیې څخه جنګي چورلکې وانخلي.

د هغه په خبره د امریکا دا کار به پاکستان اړ باسي چې له چین څخه جنګي چورلکې وپېري.

اې ټي اې کې ټي- 129 چورلکې دوه ماشینونه، دوه سیټونه لري، دوه کسان یې چلوي او په هر موسم کې د الوتلو او برید کولو وړتیا لري. اسلام اباد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان داسې مهال د چورلکو د اخیستو خبره کوي چې تېره ورځ رسنیو وویل، چې هندوستان له چین او پاکستان سره د مقابلې په موخه له امریکا ۳۰ بې‌پیلوټه الوتکې پېري.

بلومبرګ خبري اژانس د هندي چارواکو له خولې لیکلي وه، هندوستان اراده لري چې له چین او پاکستان سره پر پولو د مقابلې په موخه له امریکا ۳۰ بې‌پیلوټه وسله‌والې الوتکې وپېري.

هندوستان دغه تصمیم په داسې حال کې نیسي چې په دې وروستیو کې یې له خپلو دوو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې خرابې شوې دي او پر پولو یو بل ته په سنګر کې سره ناست دي.

ټاکل شوې هندوستان د یادو الوتکو د پېرلو لپاره راتلونکی کال درې میلیارده ډالره ځانګړي کړي.

د هند حکومت د نریندرا مودي په رهبري سره په دې وروستیو کلونو کې ۲۵۰ میلیارده ډالره د پوځي وسایلو په پېرودلو لګولې دي.

څو ورځې وړاندې امریکایي رسنیو هم راپور ورکړی و چې ټاکل شوې د امریکا د دفاع وزیر لویډ استین هم هندوستان ته سفر وکړي او د سفر موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والی دی.