امریکا: ټول افغان کډوال له نظامي اډو ایستل شوي دي

امریکا وايي ټول افغان کډوال له نظامي اډو ایستل شوي دي.

د امریکا ددفاع وزارت له لوري په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې د امریکا په بېلو نظامي کمپونو کې زرګونه افغانانو حضور درلود چې دمګړی ټول له دغه نظامي اډو ایستل شوي دي.

سرچینه وایي چې ډېری دغه کډوالو ته کورونه نیول شوي او ډېری نور بیا تر دې دمه په کرایي کورونو او هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې لا هم د دغه کډوالو د مېشتولو پروسه پېچلې ده او امریکایي حکومت هڅه کوي چې په مسوولانه توګه دوی ته د اوسېدو ځای پیدا کړي.

تر دې وړاندې زرګونه افغان کډوالو په نظامي اډو کې له پاتې کېدو شکایت کاوه او په خبره یې امریکايي حکومت یې پر وړاندې بې پروایي کوي.

له دې سره جوخت لا هم د لسو زرو په شاوخوا کې افغان کډوال په ابوظبي کې پاتې دي او د قطر په نظامي اډه کې هم افغان کډوال د لېږد لپاره په تمه دي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله