امریکا واشنګټن کې د افغان سفارت تړلو تابیا لري

واشنګټن غواړي چې په امریکا کې د افغانستان سفارت وتړي.

سپوټنیک اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی دی چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او کنسولګري تړل کېږي او دغه راز له دې سره به د یاد سفارت د کارکوونکو ډيپلوماټیک مسوونیت هم لغوه شي.

هېره دې نه وي، چې تر دې وړاندې هم په واشنګټن کې د افغان سفارت ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې امریکایي حکومت له یوې میاشتې راهیسې ددغه سفارت او دوو کونسلګریو بانکي حسابونه تړلي او دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی وایي چې د مالي مسایلو په برخه کې دې چارې خنډ ورته جوړ کړی دی، خو هڅه کوي د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره په دې تړاو یوې پایلې ته ورسېږي.

په واشنګټن کې افغان سفارت شاوخوا ۹۰ کارکوونکي لري، چې د بانکي حسابونو د تړل کېدو له امله یې معاشونه نه دي اخیستي او دغه راز د پاسپورتونو د تمدید په برخه کې یې مالي مسایل له ستونزو سره مخ شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه هېڅ راز غبرګون نه دی ښوودلی.

د یارونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته له کابل څخه د یاد سفارت بودجه لغوه شوې او دغه سفارت د لګښتونو په کمښت سره هڅه کړې ده چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله