امریکا: له طالبانو سره په مستقیم ډول مرستو ته چمتو نه یو

امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان وايي، چې امریکا لاهم له افغانستان سره د مرستې لپاره چمتو نه ده او لا وختي، ده چې د امریکا حکومت په دې اړه پرېکړه وکړي.

هغه چې د امریکا سي ان ان ټلویزون سره خبرې کولې ویلي، طالبان تراوسه نه دي توانېدلي چې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د پام وړ زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا په دې وضعیت کې نه ده، چې د افغانستان له خلکو سره د نوې مشرتابه له لارې خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي؛ خو مرستې به د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو، د خوړو نړۍوال سازمان او ځينو نورو سازمانونو له خوا دوام پيدا کړي.

امریکا په داسې حال کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي چې د اسلامي امارت چارواکي وايي چې هغوی د حکومت د جوړېدو په حال کې دي او د ټولو قومونو استازي به په کې ګډون ولري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي، د دې په هڅه کې یوو چې په کابینه کې داسې بدلون راشي چې د افغانستان خلک یې غواړي او هغه ډول وي چې د ټولو قومونو علمي کادرونه په کې شامل وي.

که څه هم له دې مخکې د امریکا متحده ایالاتونو اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د مخنيوي لپاره یې له دغه هېواد سره یې ۱۴۴ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده، خو د افغانستان خلکو ته د دغو مرستو د رسېدو په کله تراوسه کوم خبر نشته.

اوس باور دا دی، چې امریکا ترڅو د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده نه کړي؛ تر هغې پورې به په مستقیم ډول مرستو ته زړه ښه نه کړي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله