امریکا له طالبانو سره په قطر کې خبرې بیا پیلوي

طالبان

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې راتلونکي اوونۍ کې به په دوحه کې له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي.

د یاد وزارت ویاند نیډ پرایس په دې اړه ویلي، په دې مذاکراتو کې به د نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه او بشري کړکیچ هم خبرې اترې وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا له اړخه د خبرو لپاره د پلاوي مشري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېست وکړي.

په دې مذاکراتو کې به دواړه لوري د امریکا ملي ګټو، دعش او القاعده ډلو پر وړاندې عملیات، بشري مرستې، د افغانستان اقتصاد او له افغانستان څخه د امریکایي اتباعو او هغو افغانانو خوندي وتل چې په تېرو شلو کلونو کې یې د متحده ایالتونو لپاره کار کړی دی، بحث او خبري اتري وکړي.

دا خبرې په داسې مهال پیلېږي، چې ښاغلي ټام وېست په خپلو تازه څرګندونو کې یو وار بیا ټینګار کړی چې امریکا به طالبان په رسمیت ونه پېژني.

هیره دې نه وي چې د پخواني حکومت له سقووط وروسته طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د اکتوبر په نهمه او لسمه په قطر کې ترسره شو.

د امریکا ځانګړي استازي تېره اوونۍ له طالبانو سره د مالي مرستې او ډپلوماتیک ملاتړ لپاره د امریکا پر شرایطو ټېنګار وکړ.

دا شرایط د ترورېزم پر ضد مبارزه او د یوه ټولشموله حکومت جوړول، د اقلیتونو، ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او هغو ته د تعلیم او کار د انډول امکاناتو برابرول دي.

About عاقله اسد 950 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله