امریکا له بهره افغانستان کې پر طالبانو هوايي برید کړی

امریکايي جنګي الوتکو د لومړي ځل لپاره له بهره په افغانستان کې پر طالبانو هوايي برید کړی.

امریکايي چارواکو ویلي، د دغه هېواد پوځ د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د کندهار په ګډون په افغانستان کې د طالبانو پر ضد څو هوايي بریدونه کړي دي.

د اسوشیتید پریس د راپور له مخې، د امریکايي ځواکونو دا هوايي بریدونه د هغو الوتکو په وسیله شوي چې له افغانستانه د باندې دي.

امریکا د قطر په شمول په خلیج هیوادونو کې ډول ډول جنګي الوتکې لري چې په افغانستان کې هدفونو ته ځان رسولی شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د الوتکې د ډول او د بمبارۍ د ځای په اړه څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې په وروستیو څو ورځو کې دوی د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه بل چارواکي ویلي، چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو امریکا د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره تر څلورو ځلونو زیات هوايي بریدونه کړي دي.

د دغه چارواکي په وینا، دوه عملیاته د هغو توپونو او نقلیه وسایلو د ویجاړولو لپاره وشول چې طالبانو له افغان ځواکونو څخه نیولي وو.

د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټين ویلي، چې د راتلونکې اګېسټ میاشتې ترپایه به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي ویلي، چې د ځواکونو له وتلو وروسته به هم دوی په افغانستان کې کلیدي رول ولري او امریکا به په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک حضور او د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.

اسټین دغه راز ویلي، چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او اصلي موخه یې دا ده تر څو ډاډه شي چې بیا له افغانستان څخه امریکا او متحدنو ته یې خطر نه پېښږي.

ده زیاته کړې چې طالبانو له دوی سره ژمنه کړې چې افعانستان به یو ځل بیا د القاعده او نورو تروريستې ډلو پر خوندي ځای نه بدلیږي او امریکا دا تمه لري چې طالبان پر خپلو ژمنو ودرېږي

وروستي مطالب