امریکا طالب مشرانو ته: خپل جنګیالي مو ژر تر ژره له روان تاوتریخوالي منعه کړئ

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په افغانستان کې د طالبانو هدفي بریدونه او د تاسیساتو ورانول په کلکه غندلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالب مشران باید خپل وسله وال د بشري حقونو له نقضولو راوګرځوي.

د وزارت د ویاند مرستیالې جلینا پورټر زیاته کړې چې که څه هم طالبان وایي چې افغان ژباړونکي او هغه کسان چې له بهرنیانو سره یې کار کړی دی خوندي دي خو په خبره یې، په دې وروستیو کې د افغانانو پر وړاندې د طالب وسله والو تاوتریخوالی او ظلم په ډاګه کوي چې د دغې ډلې سیمه ییز جنګیالي د خلکو ژوند او بشري حقونو ته چندان توجه نه کوي.

یاد وزارت زیاته کړې که رښتیا هم طالبان په افغانستان کې هدفي بریدونه نکوي، تاسیسات نه ورانوي‌ او بشري‌ حقونو ته درناوی لري، نو د دغې ډلې «مشرتابه دې دا ظلمونه او د اساسي‌ حقونو څخه سرغړونې دې» وغندي.

مېرمن پورتر وايي: «موږ بیا د روان تاوتریخوالي، چې اکثریت برخه یې د طالبانو له لوري دي، د سملاسي بندولو غږ کوو.»

هغې وویل چې د طالبانو مشران باید خپل جنګیالي دا ډول ورانکارو فعالیتونو ته پرېنږدي.

نوموړې ویلي دي‌ چې نړۍ به د زور له لارې په افغانستان کې حکومت ونه مني او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې او سیاسي‌ تفاهم د جکړې د حل یوازینۍ لار ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې دوی دغه هېواد ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره راغلي وو او ښکاره ده چې دوی نه غواړي دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي.

نوموړي له ام‌ایس‌ان‌بي‌سي سره په تازه مرکه کې زیاته کړې چې د دوی ټوله توجه افغانستان ته ده، که چېرته یو ځل بیا له دغه هېواده د امریکا د زیانمنېدو ګواښ پيدا کېږي نو ډېر ژر به اقدام وکړي.

هغه دغه راز ویلي چې طالبان په زور واک ته د رسېدو هڅه کوي چې د ده په خبره د واک تر لاسه کولو لپاره ډېره معقولې لارې شته نو نباید نور د جګړې پر دوام خپل ځان او هېواد ته زیان واړوي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې که چېرته طالبان د زور له لارې د واک تر لاسه کولو هڅه وکړي نو نه یوازې امریکا بلکې هیڅ بل کوم هېواد به یې ملاتړ ونه کړي.

بلینکن د افغان کشالې پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی او دلته یې د روانې جګړې د پای ته رسولو برخه کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

وروستي مطالب