امریکا: طالبان د زور له لارې ځان واک ته نه شي رسولی

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په تازه مرکه کې ویلي دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او په ځلونو یې طالبانو ته دا واضح کړې چې واک ته د رسېدو او جګړو د ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې یوې پایلې ته رسول دي.

د نوموړي په خبره که طالبان هڅه کوي چې د جګړو له لارې واک ته ورسېږي نو ښایي جګړه دوام وکړي او افغان ځواکونه به له خپل حکومت دفاع کوي.

هغه ټینګار کړی چې طالبان باید پر ژمنو عمل وکړي، جګړې ودروي او تاوتریخوالی کم کړي.

ویلسن همدا راز ویلي چې امریکا د راتلونکي کال په دفاعي بودیجه کې افغان حکومت ته هم مرستې ځانګړې کړې دي او خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي ناټو او امریکا د سرتېرو تر ایستلو وروسته د افغانستان ملاتړ ته ژمن دي.

جو بايډن د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه اجماع موجوده ده.

د نوموړي په وینا ټولو لورو ټینګار کړی چې له افغانستان سره به په بشري، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مرستو ته ادامه ورکوي او همدا راز به له افغان ځواکونو هم ددوی ملاتړ دوامداره وي.

بایډن ویلي ټول غړي هېوادونه ټینګار کوي چې له افغانستان سره به د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د سولې په راتګ کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

د ناټو غړو هېوادونو ویلي چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي خو په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.