امریکا سفارت خپلو کارکونکو ته امر کړی، چې ژر تر ژره له افغانستان ووځئ

امریکا له افغانستان د خپل سفارت غیر ضروري کارکوونکو ته د وتلو سپارښتنه کړې ده.

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په کابل او ولایتونو کې د تښتوونو، ځانمرګو بریدونو، موټربم بریدونو او هدفي بریدونو د ډېرېدو امکان شته دی نو له همدې امله د امریکا د سفارت غیر ضروري کار کوونکو ته په کار ده چې ژر تر ژره د خصوصي هوایي شرکتونو په مرسته له افغانستان ووځي.

د امریکا سفارت ویلي چې وضعیت حساس دی او امریکا د خپلو کارکوونکو لپاره اړین امنیتي امکانات نه لري نو له همدې امله یې وتل غوره پرېکړه ده.

امریکا تر دې وړاندې هم خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې وه چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ سي ان ان ټلویزیون د یو امریکایي پوځي چارواکي له خولې ویلي چې امریکا په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې ۶۵۰ ځانګړي سرتېري افغانستان ته راولېږي څو د امریکایي سرتېرو د وتلو بهیر وڅاري.

راپور زیاته کړې، چې د دفاع وزیر جنرال لوید اسټین له ځینې تجهیزاتو سره افغانستان ته د دغه شمېر ځانګړو ځواکونو استول تایید کړي دي.

راپور کې وړاندې راغلي چې دغو سرتېرو مخکې هم په سیمه کې ماموریت تر سره کړی دی.

ویل کېږي چې دا سرتېري په پرمختللو وسلو او هوایي ځواکونو سمبال دي څو د ګواښونو پر وړاندې د ځان دفاع وکولی شي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر ویلي وو چې دوی له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو بهیر پیل کړی دی.