امریکا: زموږ بندیزونه د مرستې رسونې بهیر نه زیانمنوي

امریکا وایي طا لبان دې د ټولو افغانانو حقوق خوندي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه اندېښمنوونکي بولي او وایي طا لبانو ته په کار ده چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د خوندي کولو لپاره یې هڅه وکړي.

پرایس همدا راز وایي چې د دوی محدودیتونه او بندیزونه هېڅ وخت ددې لامل نه کېږي چې افغانان له بشري حقونو محروم شي او یا دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ونه رسېږي.

هغه ټینګار کړی چې نړیوال کولی شي له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي او په دغه هېواد کې رامنځ ته شوی بشري ناورین کنټرول کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د طا لبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو پیل شوی دی او افغان لوری وایي چې خبرې او مذاکرات تر دې دمه ګټوردي.

په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر وایي غرب دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په روسیه کې په یوه اقتصادي فورم کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان په سخت وضعیت کې دی او بشري مرستو ته اړتیا لري.

دده په خبره غرب او امریکا ته په کار ده چې په دې حساس وضعیت کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي څو له دې پیسو د بشري وضعیت په ښه کولو کې ګټه واخیستل شي.

پوتین وايي افغانستان، د خوړو، درملو او نورو توکو پېرلو ته اړتیا لري او باید د افغانانو پر برخلیک نورې لوبې و نه شي.

پوتین زیاته کړې، د غرب هغه انګیرنه ناسمه ده، چې ګواکي طا لبان به په دې پیسو وسلې رانیسي، هغه زیاتوي دمګړی په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسله پرته ده او دغه هېواد لا ډېرې وسلې ته اړتیا نه لري.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله