امریکا: روسیه پر اوکراین د برید پلان لري

امریکا وایي روسیه پر اوکراین د برید پلان لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، ټول شواهد او اسناد دا ښيي چې روسیه غواړي پر اوکراین نظامي حمله وکړي او ددغه هېواد حریم نقض کړي.

بلینکن وایي که روسیه پر دې اقدام لاس پورې کړي نو له سختو پایلو سره به مخ شي.

دده په خبره امریکا به پر روسیه داسې بندیزونه وضع کړي چې تر دې دمه یې نړۍ ساری نه وي لیدلی.

په ورته وخت کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې هم د اوکراین پر مسئله بحث شوی او ټولو اړخونو ویلي چې روسیه دې له ورته تحرکاتو ډډه وکړي او د اوکراین په شاوخوا کې دې د سرتېرو شمېر کم کړي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله