ژباړه: محمد صادق کریمزی
دامریکایې رسنیو په وینا په شمالي کلیفورنیا کې د یوټيوب مرکزي دفتر مخې ته یوې ښځینه برید ګرې د توفانچې په واسطه درې تنه چې یو تن نارینه او دوه تنه ښځینه دي ټپيان کړي او بیا یې ځانوژنه هم کړې.
د فاکس نيوز د راپور له مخې په ټپیانو کې یو تن د برید ګرې ملګری و چې روغتیایې وضیعت یې د اندیښنې وړ دی او دوه تنه میرمنې چې یوه ۳۲ کاله او بله ۲۷ کاله عمرونه لري ټپيان شوې دي.
د سیمې د پولیسو په وینا پيښه د غرمې مهال رامنځته شوې او پولیسو یې په اړه پلټنې پيل کړي.
د پولیسو په باور له بریده وروسته د یوټيوب دفتر مخې ته یو زخمې سړی او یوه میرمن لیدلې او د لومړنیو نښو څخه داسې ښکاري چې ځانوژنه یې کړې.
دوی زیاتوي پيښې ته څیرمه یې دوه تنه نورې ټپي میرمنې هم لیدل شوي، چې د درملنې لپاره روغتون لیږل شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یاد بريد غندلی او له پولیسو یې مننه کړې چې پر وخت سیمې ته رسیدلي دي.
د یادولو وړ ده چې یوټيوب په ګوګل کمپنۍ پورې تړاو لري او شاوخوا ۱۷ سوه کسان پکې په کار کولو بوخت دي.
که غواړئ چې پیاوړې حافظه ولرئ، له دې کړنو ځان وژغورئ
ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د حافظې د کمزورتیا لامل یوازې د عمر په زیاتوالي پورې اړه لري، حال دا چې دا ستونزه یوازې په ډېر عمر لرونکو کسانو کې نه لیدل کېږي؛ بلکې ... نور ولولئ