اپریل 18, 2021

امریکا: د ناټو له غړو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې کوو

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن راتلونکې اوونۍ کې د ناټو له غړو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فلیپ ریکر ویلي چې بلنکن به راتلونکې اوونۍ کې د ناټو سازمان په مقر کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې ولري.

هغه زیاته کړې چې په ناسته کې به په افغانستان کې د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو پر حضور هم مهم بحثونه وشي.

که څه هم امریکا له طالبانو سره د دوحې هوکړه کې ژمنه کړې وه چې د روان کال د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي خو ریکر ټینګار کړی دی چې امریکا او ناټو یو ځای خپل سرتېري افغانستان ته استولي او یو ځای به له دغه هېواد څخه وځي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن تر نومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر پاتې کیدو غور کوي.

اېن بي سي ټلوېزیون د یوې سرچینې په حواله ویلي، چې بایډن د خپل ملي امنیت د ټیم له غړو سره په وروستيو خبرو کې په مې میاشت کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو له اېستلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې تر نوومبر میاشتې پورې د امریکایي پوځیانو د پاتې کېدو په تړاو غور کوي.

جوبايډن ویلي چې تر ټاکلي ضرب الاجل پورې له افغانستان د پوځیانو ایستل ګران دي.