اپریل 19, 2021

امریکا: د مسکو په غونډه کې د موقت حکومت موضوع مطرح کوو

د امریکا په سولې انسټيټوټ کې د افغانستان د مسایلو څارونکی سکاټ سمېټ وایي د مسکو په غونډه کې به د امریکا ټوله هڅه دا وي چې د مسکو غونډه د ترکیې د غونډې د اسانتیا لپاره وکاروي.

د سمېټ په خبره د امریکا موخه دا ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي نو د همدې لپاره یې د ګډ حکومت طرحه وړاندې کړې ده.

هغه وایي چې د مسکو او ترکیې په غونډو کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر همدې طرحه وي.

د مسکو غونډه د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه جوړېږي چې له افغانستان د ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شپاړس کسیز پلاوی نن په دغه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان په اړه د مسکو د روانې اوونۍ کنفرانس په دوحه کې د طالبانو او د افغانانو د هغه پلاوي ځای نه شي نیولی چې د حکومت چارواکي هم پکې ګډون لري.

په دې غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلې مرستیال او د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر کوي خو له افغانستانه نن (چهارشنبه) د مصالحې د ملي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته روانیږي.

په دې پلاوي کې د ولسمشر پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، د ښځو په استازیتوب حبیبه سرابي، د ولسي جرګې ريیس او د مشرانو جرګې مرستیال هم شامل دي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې جالینا پورټر یوې خبري غونډې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، د مسکو د پنجشنبې د ورځې کنفرانس «په دوحه کې د نورو روانو خبرو متبادل کېدای نه شي.»

ټاکل شوې ده چې د مسکو له کنفرانس وروسته د ترکیې په انقره کې د افغانانو ترمنځ یوه بله مهمه غونډه جوړه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ترکیې غوښتي چې په افغانستان کې د یوه لنډمهال حکومت د جوړېدو لپاره د غونډې کوربه توب وکړي خو طالبانو ویلي چې تجربو ښودلې چې لنډمهالي حکومتونه ناکام دي او ولسمشر غني ویلي چې یوازې د انتخاباتو له لارې واک پرېږدي.

په هندۍ لوبډله کې تر ټولو ګرانبیه لوبغاړي څوک دي؟ دلته پرې خبر شئ؛

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د هندوستان کرکټ بورډ د خپلو هغو لوبغاړو لیست خپور کړی، چې دوی ورسره د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې څخه بیا د ۲۰۲۱م کال تر سیپټمبر میاشتې پوري قرارداد لري او ترڅنګ یې هغه ... نور ولولئ