امریکا د عباس ستانکزي د خبرو ملاتړ او هرکلی کړی

امریکا د طالبانو د قطر دفتر د غړي شیر عباس ستانکزي له وروستۍ وینا ملاتړ او هرکلی کړی دی.

د راپورونو له مخې شیر عباس ستانکزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه پیاوړي او ټولشموله حکومت پر جوړولو کار کوي او په خبره یې تولو اړخونو ته ډاډ ورکوي چې دا به په نړیواله او ملکي کچه د منلو وړ حکومت وي.

هغه همدا راز ویلي وو چې ټول افغانان کولی شي د قانوني اسنادو په لرلو سره له کابل هوایي ډګر تګ راتګ وکړي خو یو ځل بیا یې پر افغانانو غږ کړی چې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره همدلته پاتې شي.

ده زیاته کړې وه چې جګړې نورې پای ته رسېدلې او ټول افغانان باید د دایمي سولې لپاره سره یو لاس شي.

اوس تازه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شیر عباس له دې څرګندونو ملاتړ کړی دی.

خلیلزاد زیاته کړې طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي او دا یې ښه پرېکړه ده چې د اګسټ تر یودېرشمې وروسته به د کابل هوایي ډګر فعال ساتي.

خلیلزاد همدا راز ویلي چې د طالبانو د مثبتو خبرو هرکلی کوي او په خبره یې دوی او نړیوال ملاتړي به یې پر خپلو ژمنو عمل کوي.

وروستي مطالب