امریکا: د سرتېرو تر ایستلو وروسته د افغان پوځ هوايي ملاتړ نه کوو

امریکايي نظامي چارواکي وایي چې د سرتېرو تر وتلو وروسته له افغان ځواکونو سره هوایي مرستې نه کېږي.

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي، د دوی نظامي تجهیزات ترمیموي، خو په هوایي برخه کې یې ملاتړ نه کوي.

نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد عملیات هم محدودېږي او یوازې هغه وخت به بریدونه کېږي چې امریکا او د امریکا پر متحدینو په افغانستان کې برید وشي او یا دوی ته ګواښ متوجه وي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي نور د افغان ځواکونو مسوولیت دی چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي او شته خطرونه له منځه یوسي.

په ورته وخت کې د راپورونو له مخې امریکایي او ناټو چارواکو له قطر سره خبرې کړې دي څو په دغه هېواد کې د افغان ځانګړو ځواکونو روزنې ته ادامه ورکړي.

یو شمېر امریکایي سرچینو رسنیو ته ویلي امریکا پر دې پلان کار کړی دی او ناټو په مستقیمه توګه له قطر سره خبرې پیل کړې دي خو قطر تر دې دمه واضح ځواب نه دی لېږلی.

راپورونه وایي چې دا به د شپږو یا پنځو اونیو روزنیز پروګرام وي او په هغه کې به ځانګړو افغان ځواکونو ته روزنه ورکول کېږي.

تر دې وړاندې هم ناټو ویلي وو چې په یوه بهرني هېواد کې به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره زمینه برابروي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ