سرسکالو سیاست نړۍ

امریکا: د استازو مجلس د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کړې

لیکنه: عاقله اسد

وروسته تر هغه چې د ډونالډ ټرمپ پلویانو د امریکا پر کانګریس برید وکړ، په دغه هېواد کې د دوو حاکمو ګوندونو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوي او د دیموکرات ګوند کانګریس ته د ولسمشر ټرمپ د استیضاح طرحه وړاندې کړه.

د کانګریس مشرې نانسي پلوسې د استازو او د سنا مجلس له دیموکراتانو غړو سره په یوه طرحه کار کړی دی او دا طرحه یې دواړو مجلسونو ته وړاندې کړې ده چې له مخې یې دیموکراتان غواړي چې ډونالډ ټرمپ استیضاح شي.

د کانګریس مشرې نانسي پلوسي له دې سره سم د ولسمشر پر مرستیال مایک پینس هم فشار راوستی او له هغه یې غوښتنه کړې که دی د امریکا د اساسي قانون له مخې د ټرمپ د لرې کولو په اړه ګام پورته نه کړي دیموکراتان به ښاغلی ټرمپ استیضاح کړي.

بل خوا د استازو او سنا مجلس جمهوري غوښتونکي غړي بیا وایي، د ولسمشر ټرمپ هغه کار چې خلک یې دې ته وهڅول چې پر کانګریس برید وکړي او یوه غوغا جوړه کړي هیڅ چاته د منلو نه دی خو د دې په اړه یې کوم نظر نه دی څرګند کړی چې د ټرمپ د استیضاح لپاره به رایه ورکړي که نه.

د ټرمپ د استیضاح خبرې له هغې ورځې وروسته را پیدا شوې چې په کانګریس کې د جوبایډن د بریا د تایید په پار غونډه را بلل شوې وه او په ورته وخت کې د ټرمپ پلویانو پر کانګریس برید وکړ چې دغه غونډه یې د څه وخت لپاره وځنډوله او په دې کش مکش کې څلور کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.

د ټرمپ د پلویانو دغه کار په نړیواله کچه وغندل شو او د نړۍ ډېری سیاسي څېرو پر کانګریس برید شرمناک او د ولسواکۍ خلاف یاد کړ.

ټاکل شوې چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن به د روانې جنورۍ میاشتې پر ۲۰مه نېټه لوړه وکړي او د امریکا واک به په لاس کې واخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عاقله اسد

تبصره مو ولیکئ