افغانستان سرسکالو سیاست

امریکا ته د افغان ځواکونو د ملاتړ له کبله طالبانو خبرداری ورکړ

لیکنه: عاقله اسد

د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې تیره ورځ امریکایي ځواکونو پر وسله‌والو طالبانو هوايي برید وکړ چې ۱۳ تنه په کې ووژل شول، طالبان ورته سخت غبرګون ښودلی دی.

وسله‌والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د امریکایي ځواکونو له لورې پر دوی هوایي بریدونه کړي او دغه راز د کندهار په ارغنداب کې د افغان امنیتي ځواکونو له لورې عملیات روان دي چې امریکایي ځواکونه یې هوایي ملاتړ کوي.

په دغه خبرپاڼه کې امریکا ته خبرداری ورکړل شوی چې ژر تر ژره دې د کندهار ارغنداب کې عملیات ودروي او له دې وروسته دې پر دوی بریدونه نه کوي.

طالبانو زیاته کړې، که له دې وروسته د امریکا له لورې کوم هوایي برید ترسره شي سخت ځواب به ورکړي او بېرته به له امریکا سره جګړه پیل کړي.

بل خوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګېټ د وسلوالو طالبانو دغه څرګندونې بې بنسټه بللي چې ګوندې امریکا دې له طالبانو سره د شوي تړون څخه خلاف کار کړی وي.

لګېټ پر خپله ټوېټر لیکلي، دوی یواځې د طالبانو د بریدونو په مقابل کې د افغان پوځ دفاع کوي، خو له افغان دولت او طالبانو یې غوښتنه کړې چې تاوتریخوالی بند کړي.

نوموړي له طالبانو د هغو بریدونو، چې چارواکي، خبریالان او د مدني ټولنې غړي په کې په نښه شوي د درېدو غوښتنه کړې ده.

یادې ډلې بیا په وروستیو ډېرو هدفي وژنو کې لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو له لوري په نننۍ خپره شوې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې امریکايي ځواکونه په داسې مهال له هوکړې سرغړونه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څو ورځې مخکې تړون ته د طالبانو ژمنتیا ومنله.

مایک پمپیو دوه ورځې مخکې پر خپل ټوېټر لیکلي و چې د تېر یوه کال په موده کې یې هېڅ امریکايي سرتېری په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

که څه هم امریکايي ځواکونو تر اوسه د طالبانو دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې د سرګروپ عمر په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دی.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې طالبانو پر امریکايي ځواکونو بریدونه ودرول، خو له افغان پوځ سره یې په ډېرو ولایتونو کې اوس هم نښتې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې فیبرورۍ میاشت کې امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لاسلیک کړه او په یو بل یې د برید نه کولو هوکړه وکړه، چې یو شرط په کې دا و چې امریکایي ځواکونو به د ۱۴ میاشتو په جریان کې له افغانستان وځي.

خو بل خوا ځينې وخت امریکایي ځواکونو پر طالبانو هوایي بریدونه کوي چې د طالبانو له غبرګون سره مخ کېږي.

خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ویاند په خبره دغه بریدونه د دوی او طالبانو ترمنځ د هوکړې مطابق دي او په وینا یې امریکا تراوسه له هوکړې سرغړونه نه ده کړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عاقله اسد

تبصره مو ولیکئ