امریکا: تر راتلونکو دوو میاشتو خپل ټول سرتېري وباسو

امریکا غواړي خپل ټول سرتېري تر راتلونکو دوو میاشتو پورې له افغانستان څخه وباسي.

راپورونه وایي چې د ټولو سرتېرو د وتلو د پای نېټه د راتلونکې اګسټ میاشت ټاکل شوې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند جین ساکې رسنیو ته ویلي چې دوی په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو ستره اډه (بګرام) افغان ځواکونو ته سپارلې ده او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو میاشتو ټول سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

نوموړې دا نه دي ویلي چې په ټولو سرتېرو کې هغه پوځیان هم شامل دي چې د کابل هوایي ډګر د ساتنې لپاره یې د پرېښودو خبره شوې وه او که څنګه.

جین ساکې دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن واک ته تر رسېدو وروسته ویلي وو چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې به ټول پوځیان خپلو کورونو ته ستانه کړي خو وروسته بیا دا هم ویل کېدل چې دا وخت کم دی نو ښایي د امریکا د خپلواکۍ تر ورځې (د جولای تر ۴مې) به ټول امریکایي پوځیان افغانستان پرېږدي.

په ورته وخت کې وروسته تر هغه چې امریکا پرون په افغانستان کې تر ټولو ستره پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارله، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د امریکا حکومت له افغانستان څخه د امریکایي ډیپلوماټانو او د سفارت د نورو مامورینو د اضطراري ایستلو پر پلان کار پیل کړی دی.

راپور وړاندې لیکي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان خراب امنیتي وضعیت امریکایي چارواکي هم اندېښمن کړي دي او هغوی غواړي چې د خپلو ډیپلوماټانو د اضطراري وتلو لپاره پلان جوړ کړي څو د وضعیت د لا بې ثباته کېدو په صورت کې خپل وګړي ژر له دغه هېواده وباسي.

امریکا دا پرېکړه وروسته تر هغه کوي چې طالبانو د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو د غوښتنې پر خلاف خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او ګڼې ولسوالۍ یې نیولې دي.

بلخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي افغانان باید په خپله د خپلو هوایي ځواکونو پر مټ امنیتي چارې په خپله سبمالې کړي.

بایډن دغه څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې داسې مهال کړې چې پرون امریکايي ځواکونه د بګرام له لویې پوځي اډې ووتل او هغه یې دفاع وزارت ته وسپارله.

بایډن ویلي، دی ډاډه دی چې افغان مشران به وکولی شي چې خپل حکومت وساتي.

خو نوموړی وايي اندېښنه یې دا ده چې دوی به له کورنیو ستونزو سره مخ وي او دوی باید وکولای شي د خپل حکومت د دوام لپاره د هیواد په کچه هغه ملاتړ خپل کړي چې ورته اړتیا لري.

بایډن دغه راز ویلي چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر به په څو راتلونکو ورځو کې چې په دې وروستیو کې یې اوازې خپرې شوي، بشپړ نه شي.