رسنۍ

امریکا: افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت ملاتړي نه یو

لیکنه: سیلۍ اسد

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن ویلي چې دوی لا هم هڅه کوي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان به خپلواک، متحد، ډیموکراټ پاتې کېږي او دغه راز به د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندې کېږي.

راس ویلسن پر خپل ټویټر لیکلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو سره په تماس کې دی او دواړه لوري د خبرو دوام ته هڅوي.

هغه ټینګار کړی دی چې دوی هیڅکله د لنډمهاله حکومت ملاتړ نه دی کړی او په خبره یې، امریکا هیله لري، د افغان جګړې دواړه اړخونه داسې یو جوړجاړي ته سره ورسېږي چې د ټولو افغانانو هیلې منعکسې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې په افغانستان کې د موقت حکومت اوازې را پورته شوې دي او په اړه یې خلکو سره ګڼې اندېښنې موجودې دي.

تر دې وړاندې ځینې جهادي مشرانو هم په افغانستان کې د موقت حکومت له رامنځته کېدو ملاتړ کړی وو.

بل لور ته د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالي یا موقت حکومت ته اړتیا نه‌شته.

تازه د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وايي، سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالي یا موقت حکومت ته هیڅ ډول اړتیا نه‌ شته.

ښاغلي دانش چې نن یې “د وګړو اساسي حقوق او تل‌پاتې سولې”تر نوم لاندې جوړه شوې غونډې ته خبرې کولې، د لنډمهالي یا موقت حکومت جوړېدل د نظام د پاشل کېدو په معنا وبلل.

هغه زیاته کړه:” موږ په یوې داسې مرحلې کې نه یوو چې سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالی یا موقت حکومت جوړ کړو. نه کومه کودتا یا هم انقلاب شوی، نه د افغانستان اوسنی حکومت د کومې جګړې یا بلې ستونزې له کبله پاشل شوی دی، نه د افغانستان اساسي قانون لغوه شوی دی او نه موږ اوس‌مهال له یوه نظام څخه بل نظام ته د تلو په حال کې یوو. ”

که څه هم د ولسمشر دویم مرستیال د سولې خبرو کې د اوسني جمهوري نظام پر ساتنې او تر خوا یې د اساسي قانون په ملاتړ او ټینګار کوي، خو د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال بابرفرهمند د سولې له خبرو وروسته، دا ډول حکومت د خلکو په ګټه نه بولي.

هی ره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې طالبانو ویلي وه چې د راتلونکي نظام پریکړه به د قطر په پلازمینه دوحه کې کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سیلۍ اسد

تبصره مو ولیکئ