امریکا: افغانستان له نورو لارو څارو

بهرني

امریکا وايي له افغانستان وتلو لا قوي کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هغه نیوکې رد کړې چې ګواکي امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده، نو له همدې امله ځينې هېوادونه هڅه کوي له امریکا سره ځان ښکېل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس بیا وایي دوی خپله تګلاره لري او په خبره یې امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته قوي شوې ده.

دده په خبره سره له وتلو دا په دې مانا نه ده چې امریکا نور افغانستان پرې اېښی دی، بلکې امریکا په بل ډول خپل حضور او مرستو ته ادامه ورکوي.

پرایس په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار کوي چې دوی له نورو لارو په افغانستان کې ښکېل دي.

امریکا تر دې وړاندې هم ویلي، چې دوی د افغانستان څارنې ته ادامه ورکوي او هر څه له نږدې ارزوي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله