امریکا له افغانستان سره ۳ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په تازه څرګندونو کې وایي چې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له لارې له افغانستان سره په ملکي برخه کې درې سوه میلیونه ډالر اضافي مرسته کوي.

د هغه په خبره دا مرسته به د روغتیا، پوهنې، ظرفیت لوړونې او نورو دې ته ورته برخو کې لګول کېږي.

نوموړي ویلي چې په دې مرستې سره به د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت سم شي.

امریکا ددې مرستو بل هدف دا بللی چې په افغانستان کې به له اداري فساد سره مبارزه کېږي او تر څنګ به یې د شخړو په هواري او د بیان ازادۍ په ساتنه کې هم ترې ګټه پورته کړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د تېرو لاس ته راوړنو د ساتنې لپاره هڅه کوي او له دغه هېواد سره به یې مرستې ډېرې شي.

د نوموړي په خبره دا درې سوه میلیونه ډالر به روان کال افغانستان ته ورکړل شي.

امریکا داسې مهال د یادې مرستې اعلان کړی چې ولسمشر بایډن د سپټمبر میاشتې پر ۱۱مه له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو پرېکړه کړې ده.

وروسته له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د درې سوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ، د افغانستان حکومت یې هرکلی وکړ او دا مرسته یې له افغانستان سره د امریکا د همکاریو د دوام ژمنه یاده کړه.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه پال رسنیو ته وویل: “د امریکا د متحده ایالاتو دا مرستې د افغانستان د حکومت او خلکو سره د اوږدمهاله ژمنو ښکارندویې کوي. سره له دې چې له افغانستانه د امریکا پوځي حضور کمېږي، خو اقتصادي مرستې به یې ټولو برخو کې د افغانستان له خلکو او حکومت سره دوام ولري.”

بل خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم که څه هم د امریکا د دغې مرستې څخه ناخبري وښوده، خو زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک عموماً هغې بې غرضې همکارۍ ته چې د خلکو درد دوا کړي، اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: “هغه همکارۍ چې د ملت په نامه ټولېږي او یا راځي، دلته بیا حیف و میل کېږي، لکه څنګه چې له بده مرغه په همدې شلو کلونو کې وشول. زموږ خلک او زموږ ملت دې ډول همکارۍ ته اړتیا نه لري.”

 

وروستي مطالب