امریکایي چارواکي د افغانستان په اړه د خبرو لپاره قطر او جرمني ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې د یکشنبې په ورځ به قطر ته ولاړ شي او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او افغانانو د وتلو په چاره کې د مرستې په خاطر به ددې هېواد له مشرانو مننه وکړي.

هغه زیاته کړه چې دوحه کې به له افغانانو او قطري چارواکو سره وګوري.

بلېنکن وویل چې له قطر وروسته به د جرمني رامشتاین هوايي اډې ته ولاړ شي او هلته به هم له افغانانو سره وګوري.

بلېنکن زیاته کړې چې دی به د هغو څه باندې شلو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو سره هم په انلاین غونډه کې ګډون وکړي چې له افغانستانه د لسګونه زره کسانو د را ایستلو او ځای پر ځای کولو په عملیاتو کې ښکېل دي.

بلېنکن زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغو امریکایانو سره چې لاهم په افغانستان کې پاتې دي او غواړي ووځي په دوامدار تماس کې دی.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین هم په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ د خلیج هېوادونو ته سفر وکړي.

پنټاګون ویلي چې اسټین به سعودي عربستان، قطر، بحرین او کوېټ ته د سفر پر مهال د امریکا له دې متحدانو څخه له افغانستانه د خلکو د اېستلو په پراخو عملیاتو کې د مرستې په خاطر مننه وکړي.

وروستي مطالب