فبروري 25, 2021

امریکایي جنرال: افغانستان کې د ځواکونو پاتې کېدل امریکا خوندي کوي

د ناټو ځواکونو یو تن پخواني امریکایي قومندان جنرال جیمس سټارویډس ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو ساتل د امریکا له امنیت سره د پام وړ مرسته کوي.

سټارویډس زیاته کړې امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو برخه کې له خپلو متحدینو ځانګړې توګه د ناټو له رهبرۍ سره مشوره وکړي او د هغو په خوښه په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو حضور تنظیم کړي.

نوموړی همدا راز زیاتوي، امریکا باید تېر ته په کتو داسې پرېکړه ونه کړي چې بیا بېرته راتګ ته مجبوره شي.

د هغه په وینا، امریکا ته په کار ده چې شرایطو ته په کتو او د دې تضمین په ترلاسه کولو سره خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي چې دا هېواد به بېرته د ترهګرو پر خوندي ځاله او نړۍ ته په یو سرخوږي نه بدلېږي.

هغه ټینګار کړی دی چې که چېرته امریکا د سپټمبر میاشتې د یوولسمې تکرار نه غواړي نو تر یو مناسب فرصت پورې دې خپل سرتېري افغانستان کې وساتي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې تازه د المان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې سرتېري به یې تر هغه وخته پورې په افغانستان کې پاتې شي څو پورې چې بین الافغاني مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته رسېدلې نه وي.

هایکو ماس زیاته کړې، مخکې تر دې چې په افغانستان کې یې د سرتېرو ماموریت پای ته ورسېږي باید تمدید شي.

هغه زیاته کړې، ښایي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات تر مارچ مياشتې پورې کومې پایلې ته ونه رسېږي نو د الماني سرتېرو ماموريت دې هم اوږد کړل شي.

هایکوماس دغه راز د اړتیا په صورت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې تر ۱۳۰۰ پورې عسکرو ځای پر ځای کېدو ته هم چمتوالی ښودلی دی.

نوموړي څرګنده کړې، المان غواړي چې دغه ماموریت د ایتلافي ملګرو سره یو ځای په مسوولانه توګه پای ته ورسوي څو د سولې پروسه له ګواښ سره مخ نه شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*