مارچ 6, 2021

امریکايۍ ښځې ته د وېښتانو د سریښ سرخوږی

Advertisements

ژباړه: عایشه حیدري

يوې امريکايي مېرمنې د خپلو وېښتانو د جوړلو لپاره د وېښتانو د سپرې پر ځای له سریښ څخه کار اخیستی دی او همدا سریښ د دې لامل شوی چې د دغې مېرمنې وېښتان د هغې د سر پر پوستکي ونښلي او بېرته ترې جلا نه شي.

د ځوان خبريالانو بنسټ، د راپور له مخې، د امریکې د لوييزیانا يوې اوسېدونکې چې تسکا براون نومېږي، څو ورځې وړاندې د ټیک ټاک Tik Tok په ټولنیزې شبکې کې یوه ويډيو خپره کړه او په دغې ويډيو کې یې ويلي دي چې د معمولي سپرې خلاصېدل د دې لامل شوي چې هغه د خپلو وېښتانو د جوړلو لپاره له یو کلک سریښ څخه کار واخلي.

دغې څلوېښت کلنې ښځې وويل چې دا يوه ډېره بده مفکوره وه. هغې په داسې حال کې چې ډېره خپه وه وويل چې د سر وېښتان یې د سر پوستکي سره نښتي دي.

د ياد سریښ د لارښودپاڼې پر بنسټ، دا ښکاره شوه چې دا سریښ یو کیمیاوي سریښ دی او په جوړښت کې یې له استون او پروپان څخه کار اخیستل شوی دی او هېڅکله باید له پوستکي سره اړیکه ونه لري، ځکه چې د جدي ستونزو لامل کېږي.

څو ورځې وروسته تر دې چې تسکا براون د خپلو وېښتانو د جوړلو لپاره له سریښ څخه کار اخیستی و، د دې لپاره چې د هغې د وېښتانو څخه دغه سریښ لرې شي له ډېرو محصولاتو او امینو اسیډ څخه یې کار واخیسته او په مجازي نړۍ کې ډېرو خلکو ورته د دغې ستونزې د حل بېلابېلې لارې وښودې، خو هېڅ پایله یې نه درلوده. وروسته بیا دغې مېرمنې خپل انځورونه د لوييزیانا د Chalmette روغتون د بېړنۍ څانګې له برخې سره شریک کړل،هغې هیله درلوده چې ژر تر ژره ښه شي، خو پیسو یې د بستر کېدو او معاینې لپاره بسنه نه کوله. هغې وويل چې د درملنې پروسه به ډېره اوږده وي.

د Gorilla Glow سریښ توليدونکي په خپل ټويټر کې وويل چې د دغې پېښې له امله خواشیني دي او له دې چې تسکا روغتون ته د درملنې لپاره تللې خوشاله دي. دغه شرکت وويل چې دغه وضیعت کس ته په کتو توپیر کوي، ځکه دغه محصول د وېښتانو لپاره نه کارول کېږي.

مېرمن براون د خپلې درملنې او د روغتون د لګښتونو د ورکولو لپاره پوره پیسې نه درلودې او هغې وکولای شو چې دې ټولنېزو شبکو له لارې د مرستې غوښتنې پر مټ ۱۵زره ډالر راټول کړي. د ياد روغتون وياند وويل چې تسکا به دې همدې اونۍ په لړ کې لس انجلس ته سفر وکړي تر څو د پلاستیک جراح، مایکل اوبینګ سره چې د هغې د سر له پوستکي څخه به دغه سریښ لرې کوي، لیدنه وکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ډهوني يو ځل بيا د مينوالو په منځ کې

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : روغه سټه

Advertisements مهندرا سينګ ډهوني د راتلونکي پړاو هندوستان پريمرليګ لپاره چمتوالی ښودلی دی. نوموړی د چينای ښار ته رسېدلی دی او د مارچ په نهمه نېټه به د خپلو نورو ملګرو سره تمريناتي کمپ پيل ... نور ولولئ