امریکايۍ مېرمنې د ۱۲.۸ متره اوږدو نوکانو سره د ګېنس ريکارډ مات کړ + انځورونه

۶۳ کلنه دایانا ارمسترانګ د امریکا اوسېدونکې، د ۱۲.۸ متره اوږدو نوکانو سره د ګېنس کتاب د اوږدو نوکانو ریکارډ مات کړ.

دایانا د ۱۲ متره او ۸۰ سانتې اوږدو نوکانو سره رسما د ګېنس کتاب کې خپل نوم ثبت کړ. دایانا وایي:

“د وروستي ځل لپاره چې مې ناخن ګیر/ نوک غوسی وکاروه ۱۹۹۷م و. د ۱۶ کلنې لور لاتیشا له مرګ وروسته، چې په خوب کې د سا لنډۍ د حملې له امله مړه شوه، د خپلو نوکانو لنډول مې پرېښودل. “

نوموړې زیاته مې کړه:

” لاتیشا په منظم ډول زما نوکان لنډول خو د هغې له مرګ وروسته مې ژمنه وکړه چې نوکان لنډ نکړم.”

نوموړې وایي کله چې یې د نوکانو پرېښودلو تکل وکړ، تمه یې نه لرله چې نوم په ګېنس کې ثبت شي؛ هغه وایي:

“اولادونه مې نه پوهېدل چې ولې نوکان اوږدو. چا ته مې نه و ویلي. دا مږضوع مې ځان سره ساتلې وه.”

د دایانا په خبره اوږدو نوکانو یې ځینې ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي لکه د ځمکې څخه د وسایلو پورته کول او د زېب تړل، نو هغه مجبوره ده د وسایلو پورته کولو لپاره د پښو له ګوتو کار واخلي.

دایانا د نوکانو د سینګار لپاره سینګارتون ته نشي تللی او لمسیانې یې ورسره مرسته کوي.

د ویلو ده چې یوازې د یو لاس د نوکانو رنګ وهل یې د ۵ تر ۱۰ ساعتونه وخت نیسي.