امریکايي چارواکو له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او دفاع وزیر لوید آسټین له ولسمشر غني‌ سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو له ولسمشر غني سره په دې ټلفوني اړیکه کې ټینګار کړی چې واشنګټن به د طالبانو د تاوتریخوالو په وړاندې د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې له افغانستان سره ودریږي.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ټینګار کړی، چې واشنګټن ژمن دی څو د افغانستان له حکومت سره خپل پیاوړي دیپلوماتیک او امنیتي روابط وساتي.

دغو دوو امریکایي چارواکو له ولسمشر غني سره په ټیلفوني اړیکه کې ټینګار کړی، چې امریکا تر اوسه هم د سیاسي لارې څخه د افغان ستونزې د هواري ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اوازې رد کړې چې ګواکې امریکا له ولسمشر غني څخه غوښتي دي چې له خپلې دندې لاس په سر شي.

په ورته وخت کې امریکایي او بریټانوي چارواکو اعلان کړی، چې په افغانستان کې د خپلو پاتې اتباعو د ایستلو لپاره به په موقت ډول دې هېواد ته پوځیان استوي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل،‌ په راتلونکو ساعتونو کې به ۳ زره امریکایي پوځیان د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا، د دې پوځیانو دنده دا ده چې له افغانستانه د امریکا غیر پوځي کارکوونکو او د سفارت د عملې په ایستلو کې مرسته وکړي.

په ورته مهال د بریټانیا حکومت هم اعلان کړی نږدې ۶۰۰ بریتانوي پوځیان د دې لپاره افغانستان ته رالیږي چې دلته د مېشتو بریټانویانو ایستلو کې مرسته وکړي.

دغه بریټانوي ځواکونه به افغانستان کې د مېشتو بریټانویانو، د دوی د افغان کارکوونکو او ژباړنو خوندي ایستلو کې برخه اخلي.

دا اقدام د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له خوا په داسې حال کې اعلان شو چې افغان پوځيان له طالبانو سره په سخته جګړه کې دي او د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه د کابو نیمایي ولایتونو مرکزونه د طالبانو له خوا نیول شوي‌ دي.

امریکايي مقاماتو د روانې اوونۍ په پیل کې وویل، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده. امریکا د روان کال په مې میاشت کې په افغانستان کې د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې پوځیان درلودل.

وروستي مطالب