اپریل 14, 2021

امریکا:خلیلزاد دا ځل د اوربند رامنځ ته کولو او جګړو د کمولو هڅه کوي

Advertisements

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد په کابل کې له ګڼو افغان سیاسیونو او چارواکو سره کتلي دي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي.

اعلامیې زیاته کړې چې خلیلزاد تر کابل وروسته دوحې او د سیمې نورو هېوادونو ته ځي او هڅه یې دا ده چې د جګړو د ختمولو لپاره د سیمې د هېوادونو ملاتړ جذب کړي.

د یادې اعلامیې په وینا، خلیلزاد دا ځل د دایمي ثبات د راتګ او اوربند په لټه کې دی او هڅه کوي دواړه لوري د جګړو کمولو ته تیار کړي.

خلیلزاد تېره ورځ کابل ته راغلی و او دلته یې له ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي شورا له رییس او پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو سیاسي مشرانو سره کتلي دي.

ټولو اړخونو پر دې ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او بین الافغاني خبرې دې یوې پایلې ته ورسول شي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دوحې هوکړه بریالۍ نه وه، ځکه جګړې کمې نه شوې او طالبانو یې پر ژمنو عمل و نه کړ.

نیومن زیاته کړې دا واضح ده چې د دوحې هوکړه د طالبانو په ګټه ده نو له همدې امله به د بایډن اداره د افغان سولې په تړاو نوي اقدامات ترسره کړي.

نیومن همدا راز وايي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ فاصله ډېره ده ځکه دواړه لوري خپل شرطونه لري.

د هغه په خبره تر ټولو ډېر شرطونه د طالبانو له لوري وړاندې کېږي.

د نیومن په وینا ددې احتمال شته چې امریکایي ځواکونه له افغانستان و نه وځي ځکه له افغانستان د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې تړل شوي دي او ژر به په دې اړه پرېکړه وکړل شي.

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ