مارچ 8, 2021

ضیاءالحق امرخېل: د کرکیټ بورډ او افغان مینوالو ترمنځ دي اړیکي ښې شي.

Advertisements

په پارلماني چارو کي د دولت وزیر او د افغانستان د کرکیټ بورډ غړي ضیاءالحق امرخېل په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، چي د افغان کرکیټ بورډ او د کرکیټ افغان مینوالو ترمنځ دي اړیکي د پخوا په شان ښې شي.
پرون پنجشنبه د ویډیو کنفرانس له لاري د کرکیټ بورډ د غړو ترمنځ میاشتنۍ ناسته ترسره شوه، چي پکښي په پارلماني چارو کي د دولت وزیر او د کرکیټ بورډ غړي ضیاءالحق امرخېل د افغان کرکیټ بورډ مشر فرهان یوسفزي، د کرکیټ بورډ اجراییه ریس لطف الله ستانکزي او د بورډ نورو غړو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کي ضیاءالحق امرخېل د افغان کرکټ بورډ او کرکټ مینه والو ترمنځ د ښو اړیکو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

له هغه وروسته د کرکیټ بورډ اجراییه مشر لطف الله ستانکزي وویل، د کورونا وایرس له امله د کرکټ نړۍ فعالیتونه هم ټکني شوي چي له امله یې له شک پرته د افغان کرکټ پر فعالیتونو او مالي حالت هم اغېز کړی، ځکه د کرکټ ټولې چارې په ټپه ولاړي دي.
ستانکزي وویل:

«له نېکه مرغه باید ووایم چې موږ به راتلونکې اونۍ د لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پیل کړو چې د کرکټ له نړیوالې شورا او روغتیایي بنسټونو سره مو همغږي کړې ده چې د اسیا جام او نړیوال شل اوریز جام لپاره د افغان لوبډلې د چمتووالي برخه ده او دغه راز د سریلانکا او زمبابوې لوبډلو سره لوبې چې ټاکل شوې وه په مۍ او جون میاشتو کې ترسره شي؛ وځنډېدې.»

افغان کرکیټ بورډ وايي، چي یادي ناستي کي د بورډ د غړو له لوري دا ټکي تصویب شول:
۱- د افغان کرکټ لپاره له ۲۰۲۱ تر ۲۰۳۱م کال پورې د اوږدمهاله سټراټېژیک پلان جوړولو په موخه د یوې نړیوالې کمپنۍ استخدامول.
۲-  د کرکټ بورډ ادارې لپاره د تشکیل منظورېدل چي پکښي د پلان او پالیسۍ څانګي رامنځته کېدل هم شامل دي.
۳- له وزارتونو او یو شمېر ادارو سره د کرکټ د ودې په موخه د همغږۍ طرحه.
۴- د رغنیزو چارو راپور شریکول چي د خوست کرکټ لوبغالي د نندارچیانو د ناستي ځای، د پکتیا او تخار او کونړ اکاډمیو رغونه او د بلخ کرکټ لوبغالي د رغنیزو چارو پیلېدل او دغه راز د ننګرهار د بهسودو ځمکي د لېږد لړۍ ده چي د کابینې له لوري تصویب او د لومړنیو کارونو تدارکاتي پروسه یې پیل شوې ده.
۵- د ۲۰۲۰م کال د شپږیزي کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو ترسره کول.
۶- خصوصي سکټور ته د لوبغالو او اکاډمیو وړاندي کول چي له منځه یې خصوصي سکټور ته د بهسودو اکاډمۍ او کونړ لوبغالي د ورکړې چاره تصویب شوه.
۷- د افغانستان کرکټ بورډ له لوري شخصي کلبونو او اکاډمیو ته د جوازلیکونو د وېش د طرحي تصویب.
دغه راز د بورډ غړو ټینګار وکړ چي د کابل د کرکټ نوي معیاري لوبغالي د رغولو لپاره د ملي بس ځمکي د ځانګړې کولو په موخه له ولسمشر او د ښاري پراختیا له عالي شورا سره یاده موضوع تعقیب شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ