کابل کي د حکیم الکوزي کلینیک وتړل شو!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د عامي روغتیا وزارت د شکایاتو دفتر نن شنبه په کابل کي د حکیم الکوزي د هغه کلینیک څخه لیدنه وکړه، پکښي حکیم الکوزي د کرونا ضد درمل خلګو ته ورکول.
د عامي روغتیا وزرات د شکایاتو دفتر په یوې خبرپاڼي سره ویلي، چي وزارت د حکیم الکوزي له لوري جوړشوي درمل ازمايي، خو تر هغو پوري به د هغه لخوا پرانیستل شوی کلینیک تړلی وي.
ددې دفتر یو پلاوي د حکیم الکوزي السبحان کلینیک څخه لیدنه وکړه.

دې پلاوي د یاد کلینیک څخه تر لیدني وروسته ویلي، چي کلینیک د عامي روغتیا وزارت څخه هیڅ د فعالیت جواز نه درلود او په خپلسري ډول یې په کار پيل کړی وو، په یاد کلینیک کي هیڅ مسلکي کس شتون نلري او هغه درمل چي حکیم الکوزي جوړ کړي تر اوسه یې په اړه هیڅ معلومات نشته، چي له څه چشي څخه ترکیب شوي.
وروسته له هغه د عامي روغتیا وزارت د شکایاتو دفتر پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، چي د جوړ شوو درملو نمونه یې اخیستې او دوی به یې په خپلو لابراتوارونو کي چک کړي.
یاد دفتر لیکلي، چي له هغه وروسته به یې پایله پر ټولنیزو رسنیو له ټولو هیوادولو سره شریکه کړي.