Advertisements
سیاست کلتور او هنر

الکترونیکي تذکرې؛ د حکومت شریکوال بیا ولې وران شول؟

لیکنه: ياران

لیکنه: ارشاد رغاند

د ولسمشرغني هغه اقدام د ده د پلویانو ترڅنګ د یوه لویه برخه خلکو له سخت هرکلي سره مخ شو، چې د تېرو ټاکنو د کمپاین غونډو په شان لباس یې اغوستی و او په موسکۍ خوله او فاتحانه انداز یې د لومړني افغان په توګه د افغانستان لومړنۍ الکترونیکي تذکره واخیسته .

له بلې خوا د حکومت تحمیلي شریکوال او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ترټولو لوی مخالف ډاکټرعبدالله د دغه کار ښکاره مخالفت اعلان کړ .

ارګ په داسې حال کې د الکترونیکي تذکرو د عملي وېش بهیر پيل کړ، چې یوه برخه منتقدین یې دا کار په امنیت ساتلو او نورو مسولیتونو کې له خپل پاتې راتګ څخه د عامه ذهنیت د بل لور ته کولو هڅه ګڼي.

د الکترونیکي تذکرو موضوع د تخنیکي مسئلې ترڅنګ یوه سیاسي، امنیتي، اقتصادي او هر اړخیزه موضوع ده، چې پر ډېرو خواوو یې بحثونه شوي او کیدای شي .

په دې لیکنه کې به دا بحث کړو، چې د یوه حکومت پنځوس – پنځوس سلنه دوه شریکوال ولې د دې موضوع پر سر پر سره نه جوړیږي ؟

الکترونیکي تذکرې د سیاسي او قومي ابزار په رول کې؛

د افغانستان په ګڼ قومیز ټولنیز جوړښت کې د موضوعاتو قومي کول او په دې ډول ترې سیاسي، اقتصادي او نورې موخې ترلاسه کول اسانه او عامه خبره ده .

د الکترونیکي تذکرو د وېش مسئله چې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې یې د پيل خبرې تودې وې له لومړي سره په همدې ټکنۍ او ناندریزه شوه، چې په لوی لاس دا موضوع قومي او سیاسي شوه .

ظاهراً د اکثریت او اقلیت له دواړو ادرسونو څخه په قومي وېشنو اخته پارلماني وکیلانو او نورو تعصب خورونکو په جدیت سره دا موضوع په یوه سراسري بحث بدل او په دې بحث کې د خپلو شخصي او قومي اغراضو د ترلاسه کولو هڅې وکړې .

یاد شوی بحث هغه مهال د اوج وروستۍ کچې ته ورسېد، چې ځینو اقلیتو تعصب خورونکو د ملت په نوم په تذکره کې د افغان کلیمې د یادونې مخالفت وکړ او دا یې د پښتون قوم معادل نوم وباله . د دوی په غبرګون کې یوه پښتون تعصب خورونکي د پښتون قوم د معادل نوم په توګه د افغان کلیمې د تاییدولو ترڅنګ د دې نوم نه منونکي حرامیان وګڼل او له افغانستان څخه یې پر ویستو ټینګار وکړ .

له هغې سره د الکترونیکي تذکرو د وېش موضوع د دواړو لوریو د قومي متعصبینو له وړاندوینې سره سم په یوه حیثیتي بحث بدل او په سیاسي بازار کې یې نرخ لوړ شو .

دا او نور قومي بحثونو ته لمن وهونکو نورو مسایلو پر تېرو ولسمشریزو ټاکنو او له لویه سره د افغانستان پر سیاسي مارکېټ ژور اغېز وکړ . په ولسمشریزو ټاکنو کې سره له دې چې ټولو نوماندانو د ملي توب اکټونه کول، خو په عمل کې تر پخوا ډېر د ټاکنو په قومي کولو او د سیاسي بحران د پراختیا باعث شول .

د ملي یووالي حکومت له جوړیدو څخه وروسته د حکومت ریس او اجرایه ریس دواړو ترډېره هڅه کوله، چې که قومي مسئلو ته د پردې ترشا لېوالتیا ښيي خو د پردې مخې ته یې څېرې ملي او له قومي اغېزو څخه پاکې ښکاره شي .

دا هڅه تریوه ځایه بریالۍ وه، خو تر ډېره یې د ډېرو قومونو متعصبینو ته د قومي سیاست په کارت د مطرح کیدو زمینه برابره کړه،خو وروسته ولیدل شول، چې حکومتي مشرانو دا قومي سیاستوال یا واخیستل او یا یې کمزوري او له صحنې وویستل .

دوی د الکترونیکي تذکرو موضوع او نور هغه مسایل چې قومي حساسیتونه پاروي کله په یو بل زغملو، كله په سیاسي معاملو او کله پر نورو موضوعاتو د عامه ذهنیت او قومي فعالانو له مصروفولو سره کرارول .

د ملي شورا لخوا د الکترونیکي تذکرو په اړه د قانوني اختلاف د حل لپاره تفاهم او پر دې پریکړه کول، چې افغان کلیمه دې د ملي او قومي نومونه دې د قومي هویت په توګه په تذکرو کې ذکر شي، د حکومتي مشرانو د مداخلې او تفاهم پایله ګڼل کیږي .

په وروستیو کې د ولسمشریزو ټاکنو له بیا را نیږدې کیدو او دې ته په کتو سره چې د الکترونیکي تذکرو په اړه د افراطي او غیرمدني دریځ غوره کولو د دوی یو بل سرسخت منتقد عطامحمد نور ته د ځلیدو نسبتاً ډېر فرصت برابرکړ، حکومتي مشرانو هم له قومي کارت څخه د استفادې لېوالتیا وښوده .

ولسمشرغني څو میاشتې وړاندې د عطامحمد نور د نه کراریدونکو اعتراضونو د کمرنګه کولو لپاره(چې د حکومت نسبي حیثیت ته یې سخته صدمه رسوله) په یو ناڅاپي اقدام کې د الکترونیکي تذکرو د وېش لپاره د نوم لیکنې لړۍ پيل کړه .

د ښاغلي غني دا ګام د پلویانو لخوا یې وستایل شو او ظاهراً یې د عطامحمد نور پر وړاندې د ده د دریځ په پياوړي کولو کې ډېره ونډه ادا کړه .

اجرایه ریس ډاکټرعبدالله چې د حکومت د شریکوال په حیث له عطامحمد نور سره د ولسمشر په جنجال کې هم شریک و، هغه مهال له دې موضوع سره ځکه مخالفت ونه ښود چې ممکن د عطا د کرارولو لپاره یې دا مناسب اقدام باله .

خو ډاکټرعبدالله ولې اوس اعتراض او له دې بهیر سره پریکون کړی ؟

د حکومتي مشرانو څرګندونې او راتلونکې ټاکنې؛

ولسمشرغني د الکترونیکي تذکرې د ترلاسه کولو پرمهال په کابل کې وروستیو ځانمرګو بریدونو ته چې په بېساري ډول په یو ځای پکې ډېر خبریالان شهیدان شول اشاره وکړه او د پېښې یو دلیل یې د بریدګرو جعلي کاغذي تذکرې وګڼلې .

ولسمشر همدا شان د الکترونیکي تذکرو وېش د روڼتیا، اقتصادي پرمختګ او ښې حکومتوالۍ لپاره اړین وګڼل . هغه همدا شان پرته له دې چې د پخوا په شان د شمال ټلوالې مشهور قومندان احمد شاه مسعود ته د «ملي اتل» لقب وکاروي، د شهید مسعود په نوم یې پرې حواله ورکړه او ویې ویل: هغه له دې کبله چې افغان او مسلمان و، ویاړ کاوه .

په ځواب کې یې اجرایه ریس ډاکټرعبدالله د خبري کنفرانس پرمهال دا دلیل له مسولیتونو څخه تېښته وګڼله، چې د الکترونیکي تذکرو د وېش اړتیا دې د بریدګرو لخوا د جعلي تذکرو لرل وګڼل شي .
عبدالله ټینګار درلود، چې د الکترونیکي تذکرو د وېش پلوی دی، خو له دې كبله چې د ده او ولسمشر ترمنځ په دې اړه اختلافونه حل شوي نه دي او دا وېش ورته لومړیتوب او عاجله اړتیا نه ښکاري، نامشروع او ناکام بهیر ګڼي .

د ملي یووالي حکومت دغه شریکوال خپل بل شریکوال (ډاکټرغني) ته په خطاب کې پوښتنه وکړه، چې ولې امنیت، راتلونکو ټاکنو او نورو مسایلو ته چې لومړیتوبونه دي پاملرنه نه کوي او د الکترونیکي تذکرو وېش ته چې د ده په نظر پارونکې موضوع ده، زیات جدي دی؟

نوموړي پرته له دې چې د الکترونیکي تذکرو د سمدستي وېش له پيل سره د خپل مخالفت اصلي دلیل وښيي، له ارګ څخه د دې عجلې دلیل پوښته، چې تر نورو لومړیتوبونو یې دې موضوع ته لومړیتوب ولې ورکړی ؟

په ټوله کې داسې ښکاري، چې د اوسني حکومت دواړه مشران د نورو مسایلو ترڅنګ په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د الکترونیکي تذکرو موضوع د خپلو رایو او ملاتړ لپاره مهمه مسئله ګڼي .

زه بیا تکراروم، چې د الکترونیکي تذکرو وېش ګڼ اړخیزه موضوع ده، دواړه لوري به ترډېره هڅه کوي چې د خپل ملاتړ او مخالفت په دلایلو کې د قومي تمرکز پرځای نور دلایل وړاندې کړي .

سمدستي د الکترونیکي تذکرو د وېش په برخه کې ولسمشرغني د لوبې ګټونکی ښکاري، ځکه ټیم یې توانیدلی و، چې له ولسمشر سره یو ځای د اجرایه ریس لومړی مرستیال انجینر محمد خان، د سولې شورا ریس کریم خلیلي او حتا په زوره د ولسمشر د تبعید کړي لومړي مرستیال جنرال دوستم زوی ته هم الکترونیکي تذکره ورکړي .

دا چې د دې تذکرو وېش به دوام پیدا کوي، نړیواله ټولنه به یې د مالي ملاتړې او د ملي یووالي حکومت د منځګړي او څارونکي په توګه ملاتړ کوي او که به د الکترونیکي تذکرو د امتحاني دورې په شان چې څو ځله د عطامحمد نور مخالفت او فشار یې د ټکني کیدو سبب شو له ستونزې مخ كیږي دا به وروسته ثابته شي !

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران