المان: که چېرته طالبان واک ته رسېږي؛ نو موږ به یو سینټ هم ورته ونه لیږو

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په یوه تازه مرکه کې ویلي، طالبان په دې پوهېږي چې د افغانستان تکیه پر نړیوالو مرستو ده او په خبره یې که چېرته طالبان واک ته ورسېږي؛ نو المان به یو سینټ هم دغه هېواد ته ونه لېږي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، هایکو ماس څرګنده کړې چې هېواد یې له افغانستان سره په کال کې د ۳۴۰ ميليونه یورو مالي مرستې په کولو، د دغه هېواد د ملاتړو په لیست کې په لومړي سر کې قرار لري.

هغه زیاته کړې، چې طالبان باید په دې پوه شي چې که په زور د واک نیولو هڅه وکړي نو انزوا سره به مخ شي.

د هایکوماس په خبره، که چېرته طالبان واک ته ورسېږي نو دوی به افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي.

بل لورته وروسته تر هغه چې پنټاګون له یوې تر درېیو میاشتو پورې د طالبانو لاس ته د کابل د لوېدو راپور ورکړ، دفاع وزارت وایي چې دا ډول څرګندونې په هیڅ صورت د منلو نه دي او طالبان نه شي کولی چې کابل ښار امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي، لکه څنګه چې رویټرز راپور ورکړی دی وضعیت هماغسې نه دی.

د نوموړي په وینا، افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو نه یوازې په کابل بلکې په ټولو ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو د دفع کولو لپاره پوره چمتووالی نیولی دی او دغه ډله نشي کولی چې د کابل امنیت له خطر سره مخ کړي.

د یادونې ده چې رویټرز پرون د پنټاګون د یو چارواکي له قوله ویلي وو، چې ښایي طالبان په دېرشو ورځو کې کابل ته جدي امنیتي ګواښونه پېښ کړي.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو وروستي چټک پرمختګ ته په اشارې ویلي، چې ښایي په دغه هېواد کې د عراق تجربه تکرار شي.

د ورځپاڼې په خبره، طالبان په ډېرې چټکۍ د پرمختګ په حال کې دي او دا چاره ښایي د دې باعث شي، چې امریکایي ځواکونه بېرته دغه هېواد ته ستانه شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هم ورته پېښه رامنځته شوه، داعش ډلې په ډېرې چټکۍ د عراق پراخې سیمې ولکه کړې او خپل خلافت یې اعلان کړ.

د ورځپاڼې په خبره، دغې ډلې وحشتونه وکړل او امریکا یې اړ کړه چې بېرته دغه هېواد ته پوځیان ولېږي.

د ورځپاڼې په باور د عراق تجربې ته په کتو د طالبانو چټک پرمختګ هم ښایي بېرته افغانستان ته د امریکایي ځواکونو بیا ځلې ستنېدو ته زمینه برابره کړي.

وروستي مطالب