المان: هغو افغانانو ته پناه ورکوو چې موږ سره یې کار کړی

د المان د دفاع وزیرې له خپل حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې هغو افغانانو ته پناه ورکړي چې په افغانستان کې یې له الماني سرتېرو سره کار کړی دی.

انګریت کرامپ کارنباور له ډي‌پي‌اې اژانس سره په مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې المان له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي، برلین یوه بله مهمه دنده هم پر غاړه لري او هغه دا ده چې دغه هېواد باید د هغو کسانو ساتنه وکړي چې له الماني سرتېرو سره د مرستې له امله یې اوس ژوند له ګواښ سره مخ دی.

نوموړې ټینګار کړی دی چې المان د خپلو سیمه ییزو کارکوونکو مرستې ته چمتو ده او ډېر ژر به په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.

نوموړې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکا او ناټو د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو خبره کړې ده.

په ورته وخت کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوې اوږدې لیکنه کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې مخنیوی اسانه دی خو له ترهګرو ډلو د پاکستان ملاتړ په دغه هېواد کې د جګړې د اوږدېدو لامل شوی دی.

ورځپاڼې دغه راز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل ناسمه پرېکړه بللې ده.

ورځپاڼې د دوو ټکو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې له همدې امله د ځواکونو وتل په بشپړه توګه غلطه پرېکړه ده.

ورځپاڼه کاږي، ریښتیا دا دي چې امریکا د خپلو دوه زره او پنځه سوه سرتېرو له حضور پرته هم خپل لومړیتوبونه تر لاسه کولی شي، خو دا هم باید له پامه ونه غورځوي، چې افغانستان هغه ځای دی چې په ډېرې اسانۍ د ترهګرو پر پټنځای او روزنځای او په ډېره کمه موده کې بېرته د امریکا لپاره په ستر ګواښ بدلېدای شي نو له همدې امله اړتیا نه وه چې دومره ژر دې له افغانستان څخه ټول سرتېري وایستل شي.