المان: منتظر یو، کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزو

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د سیمې هېوادونو ته تر سفر وروسته په مشروط ډول په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستل کېدو خبره کړې ده.

نوموړي د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته تر سفر وروسته ویلي چې ښایي هېواد یې په مشروط ډول په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

هغه زیاته کړې چې د دوی شرایط روښانه دي، طالبان باید بشري حقونو ته پوره درناوی وکړي، له بهرنیو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي او د نورو هېوادونو پر ضد هیچاته د افغان خاورې د کارول کېدو اجازه ورنه کړي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پر کابل د طالبانو تر کنټرول وروسته د چین او روسیې په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم ویلي چې دوی د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته بېړه نه لري او دا پرېکړه به د دغې ډلې عمل ته په کتو کوي.

په ورته وخت کې قطر وایي طالبان دې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، تمه لري چې طالبان وکړی شي د ترهګرو ډلو مخنیوی وکړي، ترهګرۍ ته نه ووايي او د یوه پیاوړي او پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي.

دده په خبره قطر د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د طالبانو همکاري کوي، خو له دغه ډلې غواړي چې ژر د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي.

د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په خبره له طالبانو یې په ځلونو غوښتي څو دداسې حکومت له جوړولو ډډه وکړي، چې کوم لوری بهر ترې پاتې شي.

هغه زیاتوي چې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې باید ټول اړخونه خپل ځان وويني.

وروستي مطالب