فبروري 26, 2021

افغان ۲۳ کلني ښځینه فوټبال لوبډلي د ۴ لوبو څخه یوه ګټلې

ليکنه: صابرحميدي
د ښځینه وو ترمنځ د آسیا په مرکزي آسیایي سیالیو کي افغان ۲۳ کلني ښځینه لوبډلي خپله څلورمه لوبه پرون سې شنبه د قرغزستان ۲۳ کلني ښځینه ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغان لوبډلي د قرغزستان څخه۳ ګولونه پر ۰ ماته وخوړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چي تر ۲۳ کلنو د کم عمره ښځینه لوبغاړو ترمنځ په آسیایي سیالیو کي دا د افغانستان څلورمه لوبه وه.
افغان ښځینه ۲۳ کلني ملي لوبډلي په خپله لومړۍ لوبه کي تېره جمعې ورځ ترکمنستان ته ۲ ګولونه پر ۱ ماته ورکړه، په دوهمه لوبه کي ئې تېره شنبه د ازبکستان څخه ۱۰ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه ،په دریمه لوبه کی یی د تاجکستان څخه ۵ ګولونه پر ۱ ماته وخوړه او په څلورمه لوبه کی یې بیا د قرغزستان څخه ۳ ګولونه پر ۰ ماته وخوړه.
ټاکل سوې افغان ټیم په یادو سیالیو کي خپله اخیرنۍ او پنځمه لوبه راتلونکې پنجشنبه د ایران ۲۳ کلي ښځینه ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړي.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون کوربه تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، ازبکستان او ایران شتون لري.