Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

افغان ۱۹ کلني لوبډلي په سریلانکا کي تمرینونه پیل کړله.

ليکنه: صابرحميدي

د افغانستان د کرکیټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله په آسیایي سیالیو کي د ګډون په موخه تېره یکشنبه سریلانکا هیواد ته ولاړه، چي پرون سې شنبه ئې د سریلانکا په کولمبو ښار کي تمرینونه پیل کړل.

د افغانستان د کرکیټ بورډ پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي یاد تمرینونه به د راتلونکي سپټمبر میاشتي تر ۳یمي نېټې پوري دوام وکړي.

د دې تمرینونو موخه د ۱۹ کلنو ترمنځ آسیا جام ته پوره چمتوالی نیول دي.

د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره اسیا جام په سیالیو کي د افغانستان په ګډون هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات، نیپال او کویټ هیوادونه ګډون کوي.

دا ټورنمنټ د راتلونکي سپټمبر میاشتي په ۵مه نېټه د سریلانکا په کوربتوب پېلیږي او د یادي میاشتي تر ۱۴مي نېټې پوري دوام کوي.

افغان لوبډله په الف ګروپ کي له پاکستان هندوستان او کويټ سره يو ځای ده.

په ب ګروپ کي بیا سريلانکا، بنګله دېش، عربي امارات او نيپال شتون لري.

افغان ټیم د سپټمبر په پنځمه نېټه پاکستان سره خپله اوله لوبه کوي.

په ګروپ کي د افغان ټیم لوبي:

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د دغو سیالیو لپاره خپله لوبډله ۲۰ ورځي مخکي اعلان کړې، چي پکښي ((فرهان زاخېل لوبډلمشر، صدیق اتل، آصف موسی زی، رحمن الله ځدراڼ، عبدالله نایب، اسلام ځاځی، ننګیال، شفيع غفاري، جمشید، نوراحمد، عبدالرحمن، فضل حق، عابد تڼی، محمد اسحق ویکټ ساتونکی او سمیع سالارزی)) شامل دي.

سربېره پر دې ((محمد صابر، احمد ظاهر او زوهیب)) د همدې لوبډلي د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې ځای لري.

خو اوس تازه د کرکیټ بورډ چارواکي خبر ورکوي، چي تېز توپ اچونکی سمیع الله سالار د زنګانه په برخه کې ټپي سوی، چي د څلورو اونیو لپاره له لوبو کښېنول سو او پر ځای ئې احتیاطي لوبغاړی احمدظاهر پټان واخیستل سو.

افغانستان د تېر آسیا جام اتلولي خپله کړې، چي په پایلوبه کي ئې پاکستان ۱۹ کلن کرکیټ ټیم ته ماته ورکړه.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.