افغان ۱۹ کلنو په نړیوال جام کي اووم مقام خپل کړ!

افغان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ په نړیوال جام کي د اووم مقام ګټلو په موخه نن چهارشنبه د سویلي افریقا ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي افغانستان ـ سویلي افریقا ته په ۵ ویکیټو ماته ورکړه او په یاد نړیوال جام کي ئې اووم مقام وګاټه.
د یادي لوبي پچه یا ټاس سویلي افریقا وګاټه او خپله ئې د توپوهني پرېکړه وکړه.
افغان توپ اچونکو د سویلي افریقا لوبغاړي دې ته پرېنښودله، چي لوړ هدف وټاکي.
د سویلي افریقا ټوله لوبډله د لوبي په ۳۹،۱ آورونو کي د ۱۵۴ منډو په کولو سره وسوځېدله او افغان لوبډلي ته ئې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.
په یاده لوبه کي د سویلي افریقا ۴ لوبغاړي شفیق الله غفاري، ۳ لوبغاړي فضل حق، ۲ لوبغاړي عبدالرحمن او ۱ لوبغاړی بیا ظهیب وسوځاوه.

کله چي افغان لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول، نو د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ئې د سویلي افریقا له لوري ورکړل سوی هدف د لوبي په ۴۰،۲ آورونو کي پوره کړ او په ۵ ویکیټو ئې بریا خپله کړه.
د افغانستان لپاره په ننۍ لوبه ابراهیم ځدران ۷۳ ناسوځېدلي، شفیق الله اتل ۴۰ او عبدالرحمن بیا ۲۷ منډي جوړي کړې.

د ننۍ لوبي غوره لوبغاړی شفیق الله غفاري وټاکل سو، چي د سویلي افریقا ۴ لوبغاړي ئې وسوځول.

افغانستان کوربه سویلي افریقا ته پر داسي مهال ماته ورکړه، چي تر دې مخکي ئې په ګروپي سیالیو کي هم سویلي افریقا ته سخته ماته ورکړې وه.
افغان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کي تر دې مخکي څلور لوبي ترسره کړې، چي له ډلي ئې دوې ګټلي، دوې بایللي او یوه لوبه ئې بیا د باران له امله لغوه اعلان سوه.
افغانانو په ګروپي سیایلو کي سویلي افریقا، او متحده عربي آماراتو ته ماته ورکړه، خو درېیمه لوبه، چي ټاکل سوې وه د کاناډا سره ئې ترسره کړي د اورښت له امله لغوه سوه.
وروسته په کواټر پاینل سیالیو کي افغانستان د پاکستان څخه ماته وخوړه او وئې نسو کړای، چي درېیم پړاو یا نیمه پایلوبي ته ووځي.
وروسته افغان لوبډله د پنځم مقام ګټلو په موخه د آسټرالیا سره ولوبېده، چي له هغې لوبډلي څخه ئې ماته وخوړه.

خو نن بیا افغانستان د اووم مقام ګټلو موخه د سویلي افریقا سره ولوبېد، چي یادي لوبډلي ته ئې ماته ورکړه او اووم مقام ئې وګاټه.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د دې نړیوال جام پایلوبي ته پاکستان، هندوستان، نیوزیلینډ او بنګله دېش لاره پيداکړه، چي پرون هند ـ پاکستان ته سخته ماته ورکړه او پایلوبي ته ئې لاره پیداکړه.
د دې جام دوهمه نیمه پایلوبه سبا د پنجشنبې په ورځ نیوزیلینډ او بنګله دېش ترسره کوي، خو د جمعې په ورځ د پنځم مقام ګټلو لپار آسټرالیا او ویسټ انډيز او د شنبې په ورځ بیا پاکستان د سبانۍ لوبي د بایلونکي لوبډلي سره د درېیم مقام ګټلو په موخه لوبیږي.
د دې جام وروستۍ او پاینل لوبه به بیا د یکشنبې په ورځ د سبانۍ لوبي ګټونکې لوبډله د هند سره ترسره کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ