سپورټ نړیوال کرکټ

افغان ۱۹ کلنو لوبډله د پاکستان پر وړاندې

ليکنه: سميع الله درانی

همدا اوس د اسیا جام نولس کلنو لوبډلو په لړکې افغان لوبډله له پاکستانۍ لوبډلې سره مخ ده.

د دې سیالیو اتلولي یو ځل افغانستان او ۶ شپږ ځلې هند ګټلې ده.

افغان لوبډلې په ۲۰۱۷ م کال کې پاکستانۍ لوبډلې ته پایلوبه کې په ۱۸۵ منډو ماته ورکړه او اتلولي افغانستان واخېسته، د هغې لوبې غوره لوبغاړی اکرام علي خېل او د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی

مجیب الرحمن راغلی و.

۲۰۱۸ م کال کې د دې سیالیو اتلولي هند وګټله او سریلانکا ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه، افغان لوبډله بیا نیمه پایلوبه کې د سریلانکا له خوا ماته شوې وه.

اوس یو ځل بیا افغانستان او پاکستان سره مخ دي، دا لوبه په سریلانکا کې په پي سارا اوول لوبغالي کې ده، نن دوه لوبې دي بله لوبه د هند او کوېټ ترمنځ د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې ده.

سږ کال افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، سریلانکا، نېپال، عربي متحده امارات او کوېټ دې جام کې لوبېږي.

د افغانستان پاکستان له کلنو کم عمره لوبډلو لوبې

افغان او پاکستانۍ لوبډلې ۵ ځلې سره مخ شوي دي، چې یوه لوبه د باران له امله لغوه شوې وه، یوه لوبه پاکستان ګټلې او درې ځلې بیا افغان لوبډلې پاکستانۍ لوبډله ماتې کړې ده.

او د شپږم ځل لپاره دواړه لوبډلې مخ دي، ګورو چې دغه لوبه د کومې لوبډلې په ګټه پای ته رسېږي.

سږ کال په افغان لوبډله کې تازه او نوي لوبغاړي دي، نوین الحق، قېس احمد، اکرام علي خېل، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران او مجیب الرحمن نشته.

ټول ځوان لوبغاړي دي.

په سهار لس بجو لوبه نه وه پیل ځکه لوبه باران ځنډولې ده.

د لوبو مهالوېش

سبا د جمعې په ورځ سریلانکا د سپټمبر په ۶ مه نېټه سریلانکا له نېپال سره او بنګله دېش له عربي متحده اماراتو سره لوبه کوي.

د سپټمبر په ۷ مه نېټه د شنبې په ورځ هند او پاکستان او افغانستان او کوېټ لوبې لري.

د سپټمبر په ۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ سریلانکا او متحده امارات، بنګله دېش او نېپال سره لوبېږي.

د سپټمبر په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ هند د افغانستان پر وړاندې او پاکستان د کوېټ پر وړاندې لوبه کوي.

د سپټمبر په لسمه نېټه د سه شنبې په ورځ سریلانکا د بنګله دېش پر وړاندې او عربي متحده امارات د نېپال پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

لومړۍ نیمه پایلوبه د سپټمبر په ۱۲ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ او دوهمه نیمه پایلوبه هم د پنجشنبې په ورځ کېږي.

پایلوبه بیا د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه د شنبې په ورځ ترسره کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی