د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان وروسته په خپلې دویمې سیالۍ کې د سریلنکا لوبډلې ته هم ماتې ورکړې.
په دې سره افغان لوبډلې د سریلنکا لوبډلې څخه د تیر اسیايي جام سیالیو هغه غچ هم واخیست، چې د راونډ په دویمه سیالۍ کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۷ م کال د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ اسیايي جام سیالیو کې د ګډون پر مهال افغان لوبډلې خپلو ټولو سیالانو ته ماتې ورکړې وې، خو په لمړي راونډ کې يې د سریلنکا څخه خپله ماتې خوړلې وه.
د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو په مهالویش کې بیا هم افغانستان د پاکستان، سریلنکا او ایرلینډ سره په یو ګروپ کې ځای لري، چې په خپلو دوه لمړیو سیالیو کې پاکستان او سریلنکا ته ماتې ورکړې.
د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې په دې بریا سره د کرکټ نړیوال جام بل پړاو کوارټر فاینل ته لار پیدا کړه، خو له هغې وړاندې به د راتلونکې شنبې په ورځ د ایرلینډ خلاف خپله وروستۍ سیالي ترسره کړي.
د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د نړیوال جام سیالیو ۱۲ م پړاو د ۱۶ لوبډلو په ګډون د نیوزیلنیډ په کوربه توب سره پیل شوی دی، چې پکې افغان لوبډله د بل هر ځل په نسبت دا ځل ښه ځلیدونکې او نورو لوبډلو ته د یو ټارګیټ یا هدف په نښه شوي لوبډلې په توګه ګرځیدلې ده.
د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم
Advertisements سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده. تر ستړي مشي ... نور ولولئ